عراق پر اسلامي دولت د بري جشن ولمانځه

د عراق صدر اعظم د ډسمبر ۱۰ ملي رخصتي اعلان کړه

د عراق لومړي وزیر حیدالعبادي د داعش پر ډلې د بشپړ بري اعلان وکړ.

دقیقاً درې کاله مخکې د اسلامي دولت ډلې، داعش، د عراق درېیمه برخه خاوره لاندې کړه او خپل خلافت یې په کې اعلان کړ.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي له لوري د شنبې په ورځ د دغې ډلې پر ضد د بشپړ بري له اعلان وروسته عراقي ځواکونو د بري پریډ وکړ.

صدراعظم عبادي وویل "عراقي ځواکونو د سوریې سره پر ګډه پوله د داعش جګړه مارانو وروستی مورچل هم ونیوه او دا سیمه یې خوندي‌ کړه نو ځکه موږ د اورپکو په ضد د جنګ د ختمېدو اعلان کوو."

د ښاغلي عبادي له دغه اعلان دوه ورځې مخکې د روسیې ځواکونو اعلان کړی و چې د سوریې په ګاونډ کې یې اورپکو ته ماتې ورکړې ده.مسکو د سوریې د حکومت ننګه کوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي د عراق لومړي‌ وزیر د ډسمبر لسمه نیټه ملي رخصتي اعلان کړه. د داعش پر جګړه مارانو د عراقي پوځ د خوښۍ جشن او پریډ په کوم تلویزون ژوند ونه ښودل شو او یوازې حکومتي رسنیو ته اجازه ورکړل شوې وه چې دغه پریډ ته ورشي او ویډیو یې واخلي.

خو په همدې ورځ په پلازمینه بغداد کې د عراقي پوځ یو شمېر څرخي الوتکې چې د عراق ملي بیرغونه یې ځړولې وو، په هوا کې پروازونه وکړل. د یکشبنې په ورځ د بغداد په فضا کې جټ جنګي الوتکو هم د خوښۍ او بري‌ پروازونه وکړل.

د اسلامي دولت ډلې له تېرو څو کلونو راهېسې په عراق کې فعالیت کاوه او په موصل کې یې خپل تش په نامه خلافت اعلان کړی و. دوې تر خپلې ولکو لاندې سیمو کې د خپل نظر سره سم سخت اسلامي قوانین تطبیق کړي ‌وو.

عراقي ځواکونو له څه مودې را وروسته د امریکا د پوځ په مرسته د داعش د شړلو عملیات پیل کړي‌ وو چې دا دی درې کاله وروسته یې د بري اعلان وکړ.