د عراق حکومت دوشنبې اکتوبر ۲۸ (لړم اووه) وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او سرمنشي انتونیو ګوټریش ته په یو استول شوي اعتراض لیک کې یې پر ګاونډي ایران د برید لپاره د اسرائیل له لوري د خپل هوايي حریم کارول غندلي دي.
د حکومت د ویاند باسم العوادي له لورې په خپره شوې بیان کې راغلي چې په دغه لیک کې "د اکتوبر په ۲۶مه د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د برید لپاره د صهیونیستي ادارې [اسرائیل] له خوا د عراق له فضايي حریم څخه استفاده کول له ملي حاکمیت څخه یې کلکه سرغړونه غندلې ده."
العوادي وویل چې د عراق د بهرنیو چارو وزارت به د اسرائیل له نږدې متحد او وسلو چمتو کوونکي متحده ایالاتو سره هم په خبرو کې "دا سرغړونه" راپورته کړي.
اسرائیل د شنبې په ورځ په ایران کې پر پوځي تاسیساتو هوايي بریدونه وکړل او په سیمه کې یې د کړکیچ د پراخېدو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې کړې چې د تیر یو کال راهیسې په غزه کې جګړه روانه ده او یوه میاشت کیږي چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ مخامخ نښتې پیل شوي دي.
اسرائیل دغه برید د اکتوبر په پیل کې پر خپله خاوره د ایران د توغندیو د برید ځواب بللی دی. تهران ویلي وو چې د اکتوبر د لومړۍ نیټې برید یې د انقلابي ګارډ د یو قومندان او په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو ډلو د مشرانو د وژل کېدو د غچ اخیستلو لپاره کړی و.
د ایران پوځ ویلي چې اسرائیلي الوتکو ورباندې "د لیرې واټن یو شمېر توغندي" د عراق له هوايي قلمرو څخه وار کړي دي، چې امریکايي ځواکونه په دغه قلمرو کې ګزمې کوي.
بغداد له تهران سره نږدې اړیکې لري او له واشنګټن سره، چې په عراق کې د نړیوالو جهادي ډلو ضد ایتلاف د یوې برخې په توګه سرتیري لري، ستراتیژیکه ملګرتیا پالي.
په داسې حال کې چې د عراق حکومت هڅه کړې چې په سیمه ایزې شخړې کې د ښکیل کیدو مخه ونیسي، ځینې ایران پلوه ډلو په سیمه کې د متحده ایالاتو په ځواکونو بریدونه کړي دي او پر اسرائیل یې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د تهران سره تړلې د کتایب حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ په ایران باندې د برید لپاره د اسرائیل له لورې د عراق د هوايي حریم څخه استفاده د یو "خطرناک ګام" په توګه وغندله.
دې ډلې د امریکا پر متحده ایالاتو هم تور پورې کړ چې د اسرائیل په برید کې ښکیل دي او دواړو لوریو ته یې ددغه "تیري" د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ.