د موصل په جنګ کې هره ورځ ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي

په عراق کې چارواکي او د ملګرو ملتونو استازي وایي چې په موصل کې په تېرو شاوخوا ۱۰۰ ورځو کې ۱۶۰۰ ولسي خلک یا وژل شوي او یا ژوبل شوي دي.

موصل د اسلامي دولت د ډلې داعش اصلي مرکز دی چې د امریکايي ځواکونو په مرستې عراقي پوځ یې له څو میاشتو راهېسې د نیولو لپاره عملیات کوي.

د نۍ نوا ایالت د عامې روغتیا چارواکي شالان علي اسوشیتډ پرس ته وویل چې د موصل د بیا نیولو د عملیاتو په ۱۰۰ ورځو کې د موصل په لویدیځ کې شاوخوا ۱۶۰۰ ولسي خلک یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.

ښاغلي علي وایي دی ګمان کوي چې په دغه موده کې به شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي وي.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي د دوی د رسمي شمېرو په اساس د اپریل د میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د موصل په لویدیځ کې ۳۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ د ۱۸ او اپریل د ۱۸ ترمنځ ۱۶۸۳ زخمیان روغتونونو ته انتقال کړل شوي. په موصل کې په روان جنګ کې ډېر زخمیان روغتون ته نه لېږدول کیږي او ډېر مړي هم چې ښخیږي شمېره یې نه ثبتیږي، په دې اساس شاید د زخمیانو او مړیو ارقام تر دې هم لوړ وي.

دا ټول ولسي خلک د عراقي ځواکونو او داعش د جګړه مارانو ترمنځ جنګ کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. په دغه جنګ کې تر ټولو بد برید د مارچ د اولسمې نېټې هوايي حمله وه چې شاوخوا ۱۰۰ ملکیان یې ووژل، دغو ملکیانو په یو ځای کې پناه اخیستې وه.

برید د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکو کړی و، چارواکو د پېښې په اړه پلټنه وکړه او وویل چې ښايي داعش هم په برید کې خپل رول لوبولی وي.

ملګرو ملتونو په وار وار ویلي چې داعش په موصل کې له ولسي خلکو سپر جوړ کړی او ډېر کله خلک نه پريږدي چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ډلې اندېښنه ښودلې چې په عراق کې شعیه وسله وال له سونیانو سره زور زیاتی کوي او په ځینو سیمو کې سونیان له خپلو کورونو څخه هم نه وځي.