د عراق صدراعظم له یوه برید څخه روغ ووت

د یکشنبې د ورځې نومبر ۷ ( لړم ۱۶) سهار وختي د عراق د صدراعظم په استوګنځي باندې له چاودېدونکو توکو بار ډرون برید شوی دی، د عراق وسله والو ځواکونو دغه برید د صدراعظم مصطفی الکاظمي د وژلو هڅه بللې ده، خو نوموړی له دغه بریده روغ وتلی دی.

د عراق د وسله والو ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې په برید کې د بغداد په ګرین زون (شنه سیمه) کې چې ټینګ امنیت یې ساتل کیږي، د ښاغلي کاظمي استوګنځی په نښه شوی دی.

د عراق صدر اعظم مصطفی الکاظمي د هغه په استوګنځي‌ باندې د یکشنبې د سهار له برید وروسته د عراق خلکو ته ثبت شوې تلویزیوني وینا وکړه او خلکوته یې ډاډ ورکړ چې په برید کې ده او ساتونکو ته یې زیان نه دی رسیدلی. هغه وویل:" مونږخپل هیواد، دولت او دولتي اساساتو ته په درناوي سره جوړوو، او ټولو عراقیانو ته یو ښه راتلونکی رامنځته کوو. زه په ټولو باندې دعراق د راتلونکي په خاطر د سوله ایزو خبرو غږ کوم."

دوه عراقي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي اسوشټدپرس خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید که د الکاظمي ۷ ساتونکي ټپیان شویدي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

غربي ډیپلوماټان چې د بغداد په شنې سیمې کې چیرې بهرني سفارتونه په کې موقعیت لري، وايي چې دوی د چاودنو او ډزو غږونه واورېدل.

د ایران پلوه وسله والو ډلو پلویانو په دې وروستیو اونیو کې د بغداد له شنې سیمې سره نږدې د هغو انتخاباتو پرضد مظاهره وکړه چې تیره میاشت وشول او نتیجې یې د دغو ډلو پارلماني قدرت ته سخت تاوان ورساوه.