امریکایي پوځیان د موصل د نیولو په وروستي پړاو کې مرسته کوي

د ړنګ شوي النوري جومات یو عکس چې د جون په دیرشمه اخیستل شوی

د امریکا پوځي منسوبین د موصل ښار د نیولو په وروستي پړاو کې د عراق امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او له هغوی سره خپل استخباراتي معلومات شریکوي.

د متحده ایالاتو پوځي سلاکار ډګروال پټ ورک وايي "مونږ له عراقیانو سره ددغي ستونزې په حل کولو کې مرسته کوو څو داعش ته د ماتې ورکولو لپاره ښې پریکړې وکړي. مونږ له هغوی سره د استخباراتې معلوماتو مرسته هم کوو."

امریکایي سرتیري په داسې وخت کې د عراق له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوي چې هغوی د موصل ښار د بیرته نیولو لپاره د اته نیمو میاشتو عملیات پای ته رسوي او د اسلامي دولت د ډلې جنګیالي یې د زاړه ښار ځینو ځایونو او د شفا روغتون تر ودانیو پورې محدود کړي دي.

ډګروال ورک وايي چې داعش د موصل د دفاع لپاره د دوه نیمو کلونو آمادګي درلوده، خو د عراق ځواکونو په پرله پسې ډول خپلو حملو ته دوام ورکړ او اوس دیته چمتو شوي چې ددې ډلې وروستۍ دفاع پای ته ورسوي.

د امریکا سرتیري همداراز له عراقیانو سره د هوايي ملاتړ او د توپچي حملو په برخه کې مستقیمه مرسته کوي. دا د هغو عراقیانو لپاره خورا اهمیت لري چې په خپل پرمختګ کې له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

څرنګه چې د جګړې ډګر یوازې تر څو کیلو مترو مربع محدود شوی دی، امریکایان هڅه کوي چې د متفرقو عراقي ځواکونو ترمنځ هم آهنګي ښه کړي.

ډګروال ورک وايي لومړی هدف یې دادی چې د دښمن موقعیت پیدا او په نښه یې کړي، څو په هغه ځای کې د خپل ټیم یو بل غړی په نښه نه کړي، ځکه چې هره شیبه حالت بدلیږي.

د عراق ځواکونو چې د پنجشنبې په ورځ یې د النوري جومات بیرته ونیو د زاړه ښار د پاتې برخو د نیولو لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

د عراق د ځانګرو ځواکنو د نجف کنډک تورن رعد قاسم وايي "د یو عراقي وګړي په توګه زه پر دغه بري ویاړم. مونږ پر خپل سرتیرو او وسله والو ځواکونو ویاړ لرو. مونږ خوشحاله یو چې ځایونه مو آزاد کړي دي."

عسکر تمه لري یوه یا دوه ورځې جګړه وکړي، خو د بري د اعلان تر وخت مخکې کول نه غواړي.

هغوی وايي چې دغه بری د هغې راتلونګې جګړې پیل دی چې د تل آفار په شمول د عراق په نورو برخو کې به وشي. د تل آفار ستراتژیک ښار د سوریې د پولې په لور په لویه لاره پروت دی.