داعش ادعا کوي په کابل کې ځانمرګی برید دوی کړی

طالبان وايي د کابل په برید کې شپږ تنه وژل شوي، خو عیني شاهدان وايي تلفات تر دې زیات وو.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې -خراسان څانګې ادعا کړې چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې ځانمرګی برید دوی کړی دی. طالبان وايي په برید کې شپږ تنه وژل شوي.

د داعش ډله ادعا کوي چې دا برید د طالبانو حکومت د څارنوالۍ په دفتر شوی او "د طالبانو په زندانونو کې د مسلمانانو د غچ اخیستو لپاره" یې کړی دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي دي او ۱۳ نور ژوبل دي. نوموړی وايي چې په وژل شویو کې یوه ښځه ده. خو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو ادعا کړې ده چې په برید کې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د اعماق په نوم ویپاڼه، چې د داعش اړوند خبرونه خپروي، وايي چې برید هغه وخت شوی چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مامورین له کارونو څخه کورونو ته روان وو.

داعش ادعا کوي چې په دغه برید کې ۴۵ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.

طالبان تل ادعا کوي، چې واک ته له بیا رسېدو وروسته یې په افغانستان کې امنیت ټېنګ کړی دي، خو د داعش ډله وخت ناوخت په طالبانو او ځینو نورو ځایونو او مذهبي اقلیتونو باندې بریدونه کوي.

د داعش ډلې د مارچ په میاشت کې د کندهار د برید مسئولیت هم ومانه چې د طالبانو په وینا درې تنه په کې ووژل شول. خو روغتیايي چارواکو ویلي وو چې په دغه برید کې ۲۰ تنه وژل شوي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت وویل چې داعش په افغانستان کې وو، خو دوی سخت وځپل او په خبره یې اوس په افغانستان کې نه شته.