د عراق پوځ د داعش 'سپین ږیری جلاد' نیولی دی

جلاد ابو عمر په یو یو ځای کې پت شوی و چې بیا خلکو پولیس خبر کړل

عراقي چارواکي وايي د داعش ډلې هغه "سپین ږیری جلاد" یې نیولی دی چې د موصل په جنګ کې د لسګونو کسانو په وژلو تورن دی.

د سن خبري اژانس وايي سیمه ییزو خلکو په موصل کې پولیسو ته د دغه "جلاد" پټنځای وښوده چې بیا ونیول شو، د ده اصلي نوم ابو عمر دی چې یو "وحشتناک" انسان بلل کېده.

د اهل البیت خبري اژانس د ابو عمر تازه تصویرونه خپاره کړي چې پولیسو نیولی او په یو موټر کې یې انتقالوي. د ده نیول په دې مانا دي چې اوس به "جلاد" په خپله یا اعدام او یا وژل کیږي.

ابو عمر په هغه ځای کې هم و چې داعش یو شمېر همجنسبازان له لوړې ودانۍ لاندې وغورځول او یو شمېر نور یي د "وړو جرمونو له کبله سنګسار او سرونه یې پرې" کړل.

دغه سپین ږیری جلاد د داعش د تش په نامه خلافت تر نسکورېدو مخکې په یو شمېر هغو ویډیوګانو کې هم لیدل شوی چې له خلکو په کې سرونه غوڅ کړل کیږي او اسلام ته د سپکاوي په تور د درې نیول شويو کسانو د وژلو په خپرې شوې ویډیو کې هم ښودل کیږي چې راټولو شویو خلکو ته خبرې کوي.

دا پېښې د عراق په شمال کې شوي او تقریبآ په ټولو کې یې ابو عمر لیدل کیږي.

سره له دې چې د عراق او سوریې چارواکو د داعش د بشپړې ماتې اعلان کړی، خو ویل کیږي چې تر ۱۰۰۰ کم جګړه ماران لا هم په دواړو هېوادونو کې اوسیږي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې خپل تش په نامه خلافت اعلان کړ او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې د خپل "متشدد نظر په اساس اسلامي احکام" تطبیق کړل. د عراق حکومت څو میاشتې مخکې د داعش د بشپړې ماتې جشن ولمانځه.