د لاس رسي وړ اتصالات

عراق او سوریه کې د داعش تر زرو لږ جنګیالي پاتي دي


عراق د دسامبر په نهمه پر داعش باندې "خپل وروستی" بری اعلان کړ
عراق د دسامبر په نهمه پر داعش باندې "خپل وروستی" بری اعلان کړ

د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف د چهارشنبې په ورځ وویل چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش څه کم ١٠٠٠ جنگیالي پاتي دي.

عراق او سوریې تیره میاشت اعلان وکړ چې داعش ډلې پدغو دواړو هیوادونو کې ماتې خوړلې او ټولې سیمې یې له واک نه ایستل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د هغه نړیوال ایتلاف مشري کوله چې د اسلامي دولت د ډلې پر مرچلو یې ځپونکی هوایي بمباري کوله.

امریکایي ځواکونو همداشان د عراق حکومتي ځواکونو او کردي پیشمرگو ته او په سوریه کې عربي ډلو ته مشورې ورکولې.

د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د رویترز اژانس ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي چې "د ایتلاف د ژمنتیا او په عراق او سوریه کې زمونږ د متحدینو د وړتیا په نتیجه کې اټکل کیږي چې د ١٠٠٠ نه کم داعشي ترهگر به په سیمه کې موجود وي چې اکثر یې د ختیځې سوریې او غربي عراق په صحرایي سیمه کې تر تعقیب لاندې دي".

په دغه شمیره کې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د حکومت او د هغه د متحدینو تر واک لاندې سیمې هم دي.

د اسد د رژیم عمده متحد روسیې هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د داعش پر ضد عمده جگړه پای ته رسیدلې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي په سوریه عمده ماموریت اوس د بلې اسلامي جبهې "النصره" له منځه وړل دي.

د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د دسامبر په پنځمه ویلي وو چې د داعش څه کم ٣٠٠٠ جنگیالي فعال دي. عراق د دسامبر په نهمه پر داعش باندې "خپل وروستی" بری اعلان کړ.

په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته داسې اندیښنه شته چې ددې ډلې سخت دریځه به د افغانستان په گډون نورو کړکیچنو سیمو ته مخه کړي. همدا اوس د افغانستان په ختیځ او ځنې نورو سیمو کې افغان ځواکونه د امریکایي قواو په هوایي ملاتړ د داعش پر ضد په جگړه بوخت دي.

XS
SM
MD
LG