مالدیف د داعش هغه مشر نیولی چې جنګیالي یې افغانستان ته استول

په مالدیف کې چارواکي وایي د داعش-خراسان ډلې د جلب او جذب هغه مسول یې نیولی دی چې خلک به یې د جګړې لپاره افغانستان او سوریې ته استول.

د مالدیف چارواکي وایي دغه کس محمد امین نومیږي او ۳۵ کلن دی. امریکا دا کس د داعش د جلب او جذب مسول بللی و او د نړیوال ترهګر په توګه یې پېژندلی و. وايي هغه په پاکستان او افغانستان کې فعال و.

سیمه ایزو رسنیو محمد امین د یوې ترهګرې ډلې مشر ښودلی دی او ویلي یې دي چې هغه به مخکې په مالدیف کې خلک جذبول او سوریې ته به یې استول خو اوس یې خلک د افغانستان لپاره جذبول.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مالدیف حکومت یو پلاوي محمد امین تېره میاشت د داعش ډلې سره په اړیکو درلودلو تورن کړی و. پر هغه تور دی چې په ۲۰۰۷ کال کې په یو بازار کې دیګ بخار کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او ترهګریز برید یې کړی و.

د دغه کس په اړه ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي.

د داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او همدا نن پنجشنبه (اکتوبر۲۴) په ننګرهار کې چارواکو وویل چې د داعش ډلې درې اردنیان او ۱۵ افغان جنګیالي ورته تسلیم شوي دي.