د داعش پر اروپايي ناویو فلم جوړ شوی

تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی دی د فلم نه دی

د برلین د فلمونو په نړیوال فستیوال کې د داعش له لوري‌ د اروپايي پیغلو په ګمارلو او جذبولو جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې کیږي.

د دغه فلم نوم پروفایل دی او اصلي کرکټره یې برتانوۍ خبریاله امي وایټېکر ده چې په مخفي ډول د داعش د جذب او جلب د کیسې پلټنه کوي.

پدغه فلک کې وایټېکر د فیسبوک جعلي‌ حساب جوړوي او په سوریه کې د داعش له یوه جګړه مار سره انلاین کیسې او خبرې شروع کوي او هغه ته ځان داسې ښيي چې ګنې نوې مسلمانه شوې ده.

د داعش د دغه جګړه مار نوم بلال دی او وایټېکر هم ورته خپل نوم میلودي نیلسن ښيي. پر انلان د دوی کیسې زیاتې شي، میلودي ورته خپلې شخصي کیسې کوي، لږه عربي زده کوي، حجاب په سروي او په خپل بدن کې لګول شوي خالونه او نښانونه غندي. میلودي د جګړه مار بلال پام ځان ته اړوي او کیسې دومره زیاتې شي‌ چې میلودي د انلاین ویډیو له لارې بلال ته کړايي‌ هم پخوي.

د فلم ټوله کیسه په دې ده چې د داعش جګړه مارانو د انټرنت له لارې څنګه اروپايي نجونې خپلو لیکو ته رابللې. میلودي چې اصلي‌ نوم یې، ویلن کان دی، وايي چې مجازي نړۍ او انټرنټ د ټولو لپاره خطرناک دي ځکه چې هر څه ته په کې لاسرسی شته او هر څوک په کې هر څه کولی.

د رویټرز خبري اژانس د فلم د دغې لوبغاړې له خولې لیکلي چې د انټرنټ او انلاین خبرو او کیسو خطر یوازې په سوریه کې نه بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې شته. بلال، چې اصلي‌ نوم یې شهزاد لطیف دی، میلودي ته وايي دی په اصل کې د لندن دی او په سوریه کې یې اصلي دنده د خلکو وژل دي.

هغه د فلم نجلۍ ته غوړې ژمنې ورکوي او ورته وايي‌ که سوریه ته ورغله د شهزادګۍ غوندې به یې وساتي. بلال د میلودي د هڅونې لپاره د ویډیو له لارې یو ښکلی کور هغه ته ښکاره کوي او ورسره ژمنه کوي چې په دې کور کې به یې مېشتوي. بلال د فلم په یوه برخه کې د د داعش د بهرنیو جګړه مارانو سره د فوټبال لوبه هم کوي او په ویډو کې له میلودي سره خبرې کوي چې هغه نوره وهڅول شي.

د فلم لوبغاړې رویټرز ته وویل ښځې تل د عشق او مینې په اړه فکر کوي او بلال دا رول په فلم کې ښه لوبولی دی. بلال په فلم کې میلودي ته وايي چې د یوې نازولې ماشومې په څېر به یې وساتي، هر څه چې غواړي ور به یې کړي، څومره ماشومان چې غواړي ودې زیږوي، ماڼۍ به ورکړي او دا ژمنه هم ورکوي چې له کار کولو څخه به یې د تل لپاره بیغمه کړي.

فلم د یوې فرانسوۍ خبریالې انا ایریل د رښتیني‌ داستان په بنسټ جوړ شوی دی چې په ۲۰۱۴ کال کې خپور شو. دغې خبریالې په پټه د داعش د جګړه مارانو د جلب او جذب کیسه راوسپړله چې په پایله کې یې د داعش د ګمارنې د ډلې شپږ مشکوک کسان ونیول شول.

برلین د فلمونو په نړیوال فستیوال کې ۴۰۰ نور فلمونه هم نندارې ته وړاندې کیږي.