د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش او 'لشکر اسلام' ترمنځ نښته شوې


چارواکي وايي د اورپکو ډلو ترمنځ د جنګ پر مهال بې پیلوټه الوتکو پرې بمبار کړی دی
چارواکي وايي د اورپکو ډلو ترمنځ د جنګ پر مهال بې پیلوټه الوتکو پرې بمبار کړی دی

افغان چارواکي وايي په ننګرهار کې د بې‌پیلوټه طیارو په برید کې لسګونه داعش او د لشکر اسلام جنګیالي وژل شوي دي.

په ننګرهار کې چارواکي وايي د داعش او 'لشکر اسلام' اورپکو ډلو ترمنځ د جنګ پر مهال بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او لسګونه جګړه ماران یې وژلي دي.

په ختیځ زون کې د ملي اردو قوماندانۍ ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا فقیري امریکا غږ ته وویل چې د یکشنبې له ورځې (فبرورۍ۴) د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د اچین ولسوالۍ مامند دره کې پر داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې بمبار کړ او ۲۵ تنه یې وژلي دي.

نوموړی وايي چې په همدغه دره کې داعش او 'لشکر اسلام' په نوم د یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې د 'منګل باغ' پورې تړلي وسله‌وال دي خپلو کې نښتي چې تر اوسه پکې شپږ داعش او درې د 'لشکر اسلام' وسله وال وژل شوي او له دواړو لوریو څخه اووه زخمیان دي.

د سیمې ځینو اوسېدونکو هم امریکا غږ ته ویلي چې د دغو ډلو ترمنځ د اچین په مامند دره کې جګړه شوې ده. تر اوسه دغو ډلو د یادو جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې افغان امنیتي چارواکو په لغمان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو پر پټنځایونو باندې د هوايي برید خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG