مظاهرې بندې شوې؛ پاکستان د فرانسې د سفیر د ایستلو یا نه ایستلو پرېکړه کوي

په پاکستان کې منع شوې تحریک لبیک ډلې له هغې وروسته د فرانسې په ضد له تاوتریخوالي‌ډکې مظاهرې ودرولې چې حکومت له پارلمان څخه وغوښتل د فرانسې د سفیر د ویستلو او نه ویستلو په اړه رایه ورکړي.

حکومت همداشان ژمنه کړې چې ددې ډلې د غړو پر وړاندې به جنایي دوسیې وتړي.

د پاکستان د تحریک لبیک ډله وروسته له هغې غیر قانوني اعلان شوه چې تیره اونۍ ددې ډلې غړو لویې لارې، د ریل ګاډو پټلۍ او عمده ښارونو ته غځیدلې لارې بندې کړې او پر پولیسو یې بریدونه وکړل او عامه شتمنۍ یې وسوځولې.

دغې ډلې په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کارتونونو د خپریدو په غبرګون کې د پاکستان څخه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د یوې اونۍ له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې څلور پولیس منصبدار وژل شوي، ۱۱ تنه یې یرغمل شوي او څه دپاسه ۸۰۰ کسان ټپیان شوي دي. دغې اسلامپالې ډلې ویلي چې د دوی درې غړي هم وژل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ولس ته خبرداری ورکړ چې که د فرانسې سفیر وایستل شي هیواد ته به یې تاوان ورسیږي، ځکه ددې هیواد نیمایي صادرات د اروپایي ټولنې سره دي.

پدې ترڅ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د سه شنبې په ورځ وویل چې حکومت د «تحریک لبیک سره له اوږدو خبرو وروسته» موافقه کړې چې د فرانسې د سفیر د ایستلو مسله د پارلمان رای ته وړاندې کړي. پارلمان پدې هکله ځانګړې غونډه کړې ده.

هغه همداشان وویل چې د خبرو په نتیجه کې د پاکستان د تحریک لبیک پر وړاندې به ټولې جنایي قضیې بندې شي او په بدل کې به دا ډله اعتراضونه ودروي.

ددې کار په غبرګون کې د پاکستان تحریک لبیک ډلې د خپل ویاند شفیق امیني یوه غږیزه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي: «غواړو چې اعتراضونه ودرول شي، په ټول هیواد کې هر چیرته چې وي.»

وروسته له هغې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون د بیان د ازادۍ د یوې برخې په توګه د اسلام د پغمبر د کارتونونو له خپریدو ملاتړ وکړ د پاکستان په ګډون په زیاتو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې پر ضد مظاهرې وشوې.