د اسرائیل حکومت یکشنبه ډسمبر ۱۵ ( لیندۍ ۲۵) یو پلان منظور کړ چې له مخې به یې په قبضه شویو ګولان غونډیو کې د اسرائیلي وګړو شمیر دوه چنده شي.
خو د اسرائیل حکومت د دې اعلان تر څنګ دا هم ویلي چې پدې غونډیو کې چې ملګري ملتونه یې څاري، د سوریې سره به مقابله ونکړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د همدې تیرې یکشنبې په ورځ وروسته تر هغه خپل پوځ ته د ګولان غونډیو نیولو امر وکړ چې اسلام پالو یاغیانو په سوریې کې د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او واک یې تر لاسه کړ.
د ګولان غونډۍ د سوریې او اسرائیل تر منځ غیر نظامي سیمه ده.
د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې حکومت د یکشنبې په ورځ پدې غونډیو کې د وګړو شمیر دوه چنده کولو لپاره پلان منظور کړ.
په اعلامیې کې پدې سیمې کې د وګړو شمیر ډیروالي په هکله جزیات ندي ورکړل شوي او نه یې دلیل په ډاګه شوی خو دا پریکړه داسې مهال شوې چې په سوریه کې د اسد رژیم ړنګ شوی او واک د یاغیانو لاسته ورغلی.
د اسرائیل د حکومت په اعلامیې کې چې د نتنیاهو دفتر خپره کړې راغلي چې حکومت ددې پلان عملي کیدو لپاره ۱۱ میلیونه امریکایي ډالر بیل کړي.
اسرائیل د ګولان اکثریت سیمې په ۱۹۶۷ میلادي کال کې قبضه کړلې او په ۱۹۸۱ کې یې د خپلې خاورې سره یو ځای کړلې چې یوازې متحده ایالاتو د اسرائیل خاورې په توګه په رسمیت پیژندلي دي.
نیتناهو همدارنګه د پنجشنبې په ورځ ویلي و د ګولان غونډیو په حایل سیمه کې به اسرائیلي ځواکونه تر هغه وخته پاتې شي، ترڅو د سوریې ځواکونه وکولای شي له خپل اړخه پدغه سیمه کې امنیت ټینګ کړي.
د نتنیاهو دفتر ویلي: "اسرائیل به جهادي ډلو ته اجازه ور نه کړي چې دا تشه ډکه کړي او د ګولان له غونډیو څخه اسرائيلي ټولنې د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو په څیر وګواښي."
ملګرو ملتونو د اسرائیل دغه اقدام د ۱۹۷۴ کال د تړون څخه "سرغړونه" بللی او د فرانسې، ایران، روسیې، ترکیې او سعودي عربستان لخوا هم پرې نیوکې شوې دي. خو متحده ایالاتو ویلي، چې په مؤقته توګه د ځواکونو استول مهم دی.
له دې وړاندې، د دوشنبې په ورځ ، دسمبر نهمه (لنیدۍ ۱۹مه) نتنیاهو ویلي وو، چې د ګولان غونډي به، چې ۶۰ کاله وړاندې د اسرائیل لخوا نیول شوي، د اسرائیل د قلمرو برخه پاتې شي.
نوموړي په بیتالمقدس کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "ګولان به د تل لپاره د اسرائیل د دولت برخه پاتې شي."
نتنیاهو همدارنګه ویلي، دي چې د بشارالاسد د حکومت نسکوریدل او د سوريي سرتیري چې د ګولان په غونډیو کې یې خپلې مرچې پرېښودې، دا تړون باطل کړی دی.