عرب لیګ د فلسطیني دولت رسمیت پیژندنې لپاره هڅو ته زور ورکړی

عرب لیګ وايي د ولسمشر دا پرېکړه چې بیت المقدس دې د اسرایلو پلازمینه وي، تاوتریخوالی نور هم زیاتوي

د عربي هیوادونو د پیوستون سازمان (عرب لیګ) هڅه کوي‌ چې په ملګرو ملتونو سازمان کې فلسطین د یوه خپلواکه هېواد -دولت- په توګه وپېژندل شي.

د عربو هېوادونو غوښتنه دا هم ده چې ختیځ‌ بیت المقدس دې د فلسطین د پلازمینې په توګه وپیژندل شي - کومه سیمه چې اسرایلو په ۱۹۶۷ کال کې په جنګ کې له اردن څخه ونیوله.

څه موده مخکې عرب لیګ په دې اړه پرېکړه وکړه او د دغې پرېکړې د تعقیب لپاره د شنبې په ورځ د اردن په مشرۍ د سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو، مصر، مراکش او فلسطینیانو ګډې کمیټې غونډه وکړه.

په غونډې کې د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و. د اردن بهرنیو چارو وزیر ایمن سفادي‌ وویل چې دوې به را روانه میاشت عرب لیګ ته ځینې وړاندیزونه وسپاري.

دا پداسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ څه موده مخکې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه وپېژنده او له دې اعلان نه سملاسمي وروسته د اسلامي‌ هېوادونو کنفرانس بېړنۍ غونډه وبلله او دا پرېکړه یې وغندله.

رویټرز وايي ښاغلي سفادي‌ وویل چې هلې ځلې کوي ملګري ملتونه یوه پرېکړه وکړي‌ او فلسطین دې د یو دولت په توګه وپېژني، داسې دولت چې د ۱۹۶۷ کال په څېر له اردن سره سرحد ولري. هغه وویل له دې لارې غواړي چې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې په ضد ودریږي.

نوموړي دا ونه ویل چې دوې به دا غوښتنه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه کوي‌ او که به د ملګرو ملتونو له عمومي‌غونډې نه یې کوي. خو دا خبره یې وکړه چې ټوله هڅه یې دا ده چې فلسطین ته د ډېر زیان د اوښتو او د اسرایلو د لاس ته راوړلو مخه ونیسي.

د شپږو عربو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې اړه هم خبرې وکړي چې ایا په دې اړه کومه بېړنۍ غونډه هم راوبولي‌ او که د مارچ په میاشت کې په ریاض کې د عرب لیګ کلنۍ غونډې ته منتظر پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د رایو په اکثریت سره د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه رد شوه چې بیت المقدس دې د اسرائیلو پلازمینه وي.

عرب لیګ وايي‌ چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه به په سیمه کې تاوتریخوالي ‌او وینه تویدنه نوره هم زیاته کړه.