د اسرائیل او فلسطیني جنګیالیو جګړه؛ د اوربند هڅې

غزه

اسرائیل یو ځل بیا د سه شنبې پر سهار مۍ ۱۸ (غوایي ۲۸) پر غزې باندې هوایي بریدونه وکړل او فلسطیني جنګیالیو ډلو پر اسرائیل توغندي وتوغول. سمدستي ددغو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه ندي ورکړل شوي.

د اسرائیل د ځواکونو هوایي بریدونو د غزې تړانګې ته متوجه وو او د فلسطیني وسله والو ډلو راکټي بریدونو د اسرائیل په جنوب کې د خطر زنګونه وغږول.

د اسرائیل، حماس او نورو فلسطیني ملیشه ډلو ترمنځ جګړه پداسې حال کې دوهمې اونۍ ته غزیدلې چې نړیوالې ټولنې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دپلوماتیکې هڅې پیل کړي دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزوف بوریل د سه شنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو سره پدې هکله خبرې وکړې چې څنګه په ښه ډول د جګړې د پراختیا مخه نیول کیدای شي.

امریکایي چارواکو د سیمې د هیوادونو سره په همغږۍ د حالاتو د کنترول لپاره هڅې پیل کړي دي او د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، «مونږ غواړو څومره ژر چې ممکن وي د پراخیدو مخنیوی وکړو،» او ددغه کار لپاره اړینه ده چې دواړه اسرائیل او حماس تاوتریخوالی ودروي.

میرمن ساکي وویل: «ډیره موثره لار چې مونږ فکر کوو کولای یې شو هغه د ارامه او جدي دپلوماسي ده، او دا هغه څه دي چې په اوس وخت کې پرې تمرکز کوو.»

د دوشنبې په ورځ د اسرائیل د صدراعظم سره په تلیفوني خبرو کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل نه خپل ملاتړ په ډاګه کړ چې "د پرله پسې راکټي بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي،" خو په عین وخت کې اسرائیل دې ته وهڅولو چې «د بیګناه ملکي وګړو له ژغورنې ډاډمن شي.»

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي: «جمهور رئیس د اوربند ملاتړ وکړ او د مصر او نورو شریکانو سره یې د امریکا په مشغولیت خبرې وکړې.»

له بلې خوا د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون ویلي چې غواړي په راتلونکو ورځو کې د اسرائیل له صدراعظم بینیامن نتنیاهو سره خبرې وکړي، هغه همداشان د «ژر تر ژره» اوربند غږ وکړ او زیاته یې کړه چې فرانسه د مصر د میانځګړیتوب ملاتړ کوي، کوم چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تیرو شخړو په پای ته رسولو کې یې هم عمده رول لوبولی دی.