د نړۍ اعتراض سربیره اسرائیل په رفح کې د عملیاتو پلان جوړوي

د رفح په ښارګوټي کې نږدې ۱.۴ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې.

سره لدې چې نړیوالې ټولنې په رفحې کې د سلګونو زرو فلسطنیانو په خوندیتوب اندیښنه څرګنده کړې خو د اسرائیل د دفاع وزیر یوا ګیلانت جمعه فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۷) وویل چې ددې هیواد پوځ پدې سیمې کې د نظامي علیاتو "وسیع پلان" جوړوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم چې هیواد یې د اسرائیل تر ټولو سرسخت ملاتړی دی له هغوي یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره د اعتباري پلان پرته دې دا عملیات نکوي او په اوربند د تمرکز غوښتنه یې ترې کړې.

مصر بیا ویلي که اسرائیل د رفح په ښارګوټي کې چې د دې هیواد په ګډې پولې پروت دی نظامي عملیات وکړي، د دواړو هیوادونو دیپلوماتیکې اړیکې به د خطر سره مخ شي. د یو شمیر نورو هیوادونو مشرانو هم دیته ورته اندیښنې څرګندې کړیدي.

اټکل دا دی چې د رفح په سیمې کې شاوخوا ۱.۴ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې او اکثریت یې هغوي دې چې د جګړې له کبله بې کوره شوي. ملګري ملتونه وایي پدې سیمې کې سلګونه زره خلک په همدې ساړه ژمي کې په خیمو کې ژوند کوي.

د امریکا جمهور رئیس د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره یې پدې تیرو ورځو کې څو ځله په ټیلیفون کې اوږدې خبرې کړي او د موقتي اوربند غوښتنه یې ترې کړي تر څو پاتې یرغمل کسان هم راخوشې شي.

بایډن په سپینې ماڼۍ کې وویل چې لا هم هیله مند دی همداسې به وشي.

هغه وړاندې وویل، "هیله لرم چې اسرائیلیان به پدې وخت کې کوم پراخ ځمکنی یرغل ونکړي. زما هیله دا ده چې داسې یو څه به ونشي. باید اوربند وشي".

اسرائیل داسې مهال په رفح کې د عملیاتو پلان جوړولو خبر ورکوي چې جنوبي افریقا د عدالت نړیوالې محکمې څخه غوښتي د رفحې خوندیتوب لپاره دې عاجل اقدامات وکړي خو محکمې دا غوښتنه رد کړیده.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د څلور میاشتنې جګړې وروسته چې د غزې پراخې برخې یې ویجاړې کړې، د سیمې ګڼ شمېر اوسیدونکي یې بې ځایه او خلک یې د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړل، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ چې د "بشپړې بریا" لپاره باید په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو پلان عملي شي.

وروسته له هغې چې د حماس جنګياليو د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرائیل بريد وکړ او د اسرائیلي مقاماتو په وينا، څه دپاسه ۱۱۶۰ کسان يې ووژل او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړل، نتنیاهو ژمنه وکړه چې د حماس ډله به له منځه یوسي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د احصايې له مخې، له هغې ورځې راهيسې چې اسرائیل پر غزې هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي دي، پدغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸۵۷۶ زرو کسانو وژل شوي دي، چې اکثر یې ملکي وګړي، په تېره بیا ښځې او ماشومان دي.

استرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ هغه وروستی هېوادونه چې اسرائیل ته یې خبرداری ورکړی وو چې په رفح کې دې ځمکنی برید ونه کړي، په یوې یوه ګډې اعلامیې کې ویلي، چې دا برید به په رفح کې د ۱.۵ملیون فلسطینیانو لپاره چې هلته یې پناه اخیستې، "ویجاړونکي" پایلې وي. په اعلامیه کې راغلي: "د ملکي خلکو لپاره بل ځای نشته چې لاړ شي."