غزه کې اوربند؛ د ملګرو ملتونو د رایې اچونې مخکې اسرائیل هوايي بریدونه زیات کړي

په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۰۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۱) په غزه کې هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې د نړۍ قدرتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند په اړه رایه اچونه کوي او ښايي امریکا یې ویټو کړي.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په بمباریو او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۰۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په غزه کې د ناوړه بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو کمښت د بحران په کچه د ماشومانو د خوارځواکۍ او مړینې سبب کیږي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې، له څلورو میاشتو څخه زیاتې سختې جګړې د غزې ډیره برخه ویجاړه کړې، ۲.۲ میلیونه خلک یې له سختې لوږې سره مخامخ کړي او د تړانګې د نفوس درې پر څلورمه برخه یې بې ځایه کړې ده.

نړیوال قدرتونه تراوسه له روان کړکیچ څخه د وتلو د لارې په موندلو ندي توانېدلي، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ممکنه اوربند په اړه رایه اچونه کیږي چې ښايي د اوربند پریکړه د متحده ایالاتو له خوا رد شي.

په عین وخت کې، له هنګري پرته د اروپايي اتحادیې ټولو غړو د دوشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د "سمدستي بشري وقفې" غوښتنه وکړه.

دوی همدا راز له اسرائیل وغوښتل چې د غزې پر جنوبي ښار رفح برید ونه کړي، چیرې چې شاوخوا ۱.۵ میلیونو بې ځایه شوي فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

د مصر سرحد ته څېرمه دغه ښار کې تراوسه اسرائیلي ځمکنیو ځواکونو عملیات نه دي کړي او غزې ته د اړتیا وړ بشري مرستو رسولو دپاره دغه ښار مهم بلل کیږي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، پر رفح باندې د اسرائیل هوايي بریدونه بشري عملیات له خنډ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې د پولو د تړلو له امله د خوراکي توکو رسول ګډوډ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د خوړو او څښلو د اوبو کمښت په غزه کې د خوارځواکۍ د ډیریدو لامل شوی دی.

یونیسف وویل، د غزې په شمالي سیمو کې په هرو شپږو ماشومانو کې یو یې اوس په سخته خوارځواکۍ اخته دی، یو داسې وضعیت چې "د ماشومانو د مړینې د نه زغملو کچه یې لاپسې زیاته کړې ده."

د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې د اسرائیلي چارواکو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې، د حماس د منځه وړلو دپاره په غزه کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر تر اوربند وروسته، شاوخوا ۱۳۰ تنه یرغمل په غزه کې پاتې دي، چې د اسرائیل د چارواکو په وینا ۲۹ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۹۱۹۵ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د څو اوونیو راهیسې، اسرائیل خپل پوځي عملیات په خان یونس کې متمرکز کړي، چیرې چې باور کیږي د حماس مشر یحیی سنور اوسیږي. هغه پر اسرائیل د اکتوبر د اوومې د برید طراح بلل کیږي.

د حماس چارواکو د ټانکونو د ډزو او لسګونه هوايي بریدونو خبر ورکړی دی. عیني شاهدانو ویلي چې د غزې ښار جنوبي زیتون سیمه هم تر سختو بمباریو لاندې راغلې ده.

د اسرائیل پوځ د سه شنبې په ورځ وویل: "عسکرو په لوېدیځ خان یونس کې پراخو عملیاتو ته دوام ورکړی او تیره ورځ یې لسګونه ترهګر وژلي دي." پوځ ویلي چې په ښار کې یې د حماس د وسلو ډیپوګانې په نښه کړې دي.