اسرائیل د غزې په یو تونل کې د شپږو برمته شویو کسانو مړي موندلي

د اسرائیل پوځ سه شنبه اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) ویلي چې د غزې په جنوب کې د خان یونس ښارګوټي یو تونل څخه یې د شپږو برمته شویو کسانو مړي تر لاسه کړیدي.

پوځ ویلي چې د برمته شویو کسانو دا مړي د فلسطیني وسله والو سره تر جګړې وروسته تر لاسه شوي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان د حماس او که د اسرائیلي ځواکونو لخوا وژل شویدي.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې تر استخباراتي ارزونې وروسته دا مړي کورنیو ته سپارل شویدي او دا یې هم ویلي چې دا جسدونه په سیمه ایز وخت دوشنبه ناوخته موندل شویدي.

پوځ دا هم ویلي چې دا کسان د وسله والو سره تر اوږدې جګړې وروسته له تونل څخه تر لاسه شوي چې ۱۰ متر ژور و او دا چې په جګړې کې یو شمیر وسله وال هم وژل شویدي چې دقیق شمیر یې ندی په ډاګه شوی.

اسرائیلي چارواکو تر دې وړاندې ویلي و چې د یو شمیر برمته شویو کسانو مړي د سه شنبې په ورځ د غزې په جنوب کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې کشف شول.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي دا شپږ برمته شوي کسان د خان یونس په ښارګوټي کې د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو په تر څ کې وژل شویدي.

هګاري ویلی چې د دې برمته شویو کسانو د مړینې څرنګوالي په هکله پلټنې کیږي او د پلټنو بشپړیدو وروسته به یې نتیجه د وژل شویو کسانو د کورنیو او ولس سره شریک شي.

په عین حال کې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په رسمي پاڼې کې خپره کړې، د وژل شویو کسانو انځورنه یې خپاره کړي او د هغوي مړینه یې تائید کړې.

په اعلامیې کې راغلي چې وژل شوي کسان، الکسندر دانسیګ یاګوو بوخشتاګ، اوراهام موندر، ناداو پوپلول، یورام مصګ او حییم پری نومیدل.

د دې کسانو د مړینې خبر اوریدو څخه وروسته د برمته شویو د کورنیو اتحادیې چې د پاتې برمته شویو کسانو راخوشې کیدو لپاره دې د حماس ډلې تفاهم وکړي او د خبرو اترو له لارې دې هغوي د خپلو کورنیو سره یو ځای کړل شي.

د حماس ډلې تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په اسرائیل ناڅاپي برید کې نږدې ۲۵۰ کسان برمته کړل چې یو شمیر یې د نومبر په میاشت کې د اسرائیل – حماس تر منځ موقتي اوربند په لړ کې پریښودل شول خو ګڼ شمیر یې لا هم د حماس سره بندیان دي.

د اسرائیل مشر د حماس پر ضد جګړې یو هدف د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدل ښودلي دي خو بل پلو بیا ګڼ شمیر خلکو په اسرائیل کې مظاهرې کړي او له نیتنیاهو یې غوښتي چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره دې د حماس سره جوړه وکړي.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې د اسرئیل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰زره ته رسېږي، ډېر یې ښځې او ماشومان دي.