د اسرائیل پوځ وایي د سوریې په پایتخت دمشق کې یې سه شنبه ډسمبر دریمه ( لیندۍ ۱۳) د حزب الله یو وسله وال وژلی چې د سوریې د پوځ او د دې ډلې تر منځ ارتباطي شخص و.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسرائیل هوایي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس دمشق سره نږدې د سوریې پوځ لپاره د حزب الله استازی، سلمان نمر جمعه ویشتلی او وژلی دی او دا یې هم ویلي چې دې وسله وال د سوریې او حزب الله تر منځ د وسلو په لیږد رالیږد کې مهم نقش درلود.
په اعلامیې کې ویل شوي چې وژل شوي شخص د حزب الله اجنټانو او د سوریې پوځ تر منځ د وسلو د قاچاق کولو او نورې چارې همغږۍ کولې.
د سوریې دولتي مطبوعاتو هم دا برید تائید کړی خو دا یې ندي ویلي چې په برید کې څوک وژل شوی. دولتي مطبوعاتو ویلي چې برید د دمشق هوایي نړیوال هوایي ډګر ته په لار کې شوی.
بل پلو بیا د سوریې د بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، ویلي چې برید په یو موټر شوی او یو تن پکې وژل شوی.
د سانا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې موټر تر برید وروسته چاودلی او دا یې د اسرائیل تیری بللی خو د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې موټر باندې د اسرائیل بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.
دې ادارې ویلي چې په موټر کې دوه تنه سپاره و چې یو یې وژل شوی او بل یې ټپي شوي خو دا یې ندي ویلي چې ټپي شوی څوک دی. په راپور کې ویل شوي چې برید د سوریې نظامي هوایي ډګر سره نږدې شوی.
اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.
د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.