اسرائیلي جنګي الوتکو د راکټي برید په غبرګون کې په غزه بمبارد کړی 

پر غزه د اسرائیلي پوځي الوتکو برید

اسرائیلي جنګي الوتکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په غزه کې د حماس پر پوځي مرچلو وروسته له هغه برید وکړ چې ددې ښار څخه پر اسرائیل یو راکټ وتوغول شو.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «لږ مخکې د راکټي برید په غبرګون کې (د اسرائیل د پوځ) الوتکې د غزې په تړانګه کې د حماس یو شمیر تروریستي اهداف په نښه کړل.»

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا برید وروسته له هغه وشو چې حماس «د اسرائیل په جنوب کې په ملکي خلکو راکټي برید وکړ.» او زیاته کړې یې ده چې توغول شوی راکټ د اسرائیل د هوایي دفاع سیستم له لورې حنثی شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې اسرائیلي الوتکې «د حماس د یوې پوځي پوستې دننه د وسلو جوړولو یو مرکز او د حماس درې نورې پوځي پوستې په نښه کړي دي.»

د حماس ویاند هاضم قاسم د جمعې په ورځ د دریو فلسطینیانو له وژل کیدو وروسته ویلي وو چې د غزې د ښار په جنوب ختیځ کې هوایي بریدونه «په بیت المقدس او په ولکه شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطیني خاورې په وړاندې د یرغل دوام دی.»

د جمعې په ورځ جون ۱۷ د لویدیځې غاړې په جنین کې د اسرائیلي پوځ په برید کې درې تنه فلسطینیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول. د فلسطین وفا خبري اژانس ویلي چې دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې اسرائیلي ځواکونو د هغوی پر موټر ډزې وکړې.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د وسلو د لټون لپاره د عملیاتو پر وخت د دوی پر سرتیرو باندې برید شوی و.

په وژل شویو فلسطینیانو کې یو یې د حماس قوماندان و چې دغې ډلې یې د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

د حماس ویاند د اسرائیل د پوځ د شنبې ورځې په هوایي برید کې د مرګ ژوبلې د رامنځته کیدو په اړه کومه تبصره نده کړې.

د اپریل په میاشت کې اسرائیلي جنګي الوتکو وروسته له هغې پر غزې بریدونه وکړل چې فلسطیني اورپکو ددې ښار څخه پر اسرائیل توغندي وورول. دا پیښه وروسته له هغې وشوه چې د الاقصا جومات په ساحه کې نژدې یوه میاشت د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ وژونکې شخړه روانه وه.

غزه چې د حماس ډله په کې واکمنه ده او ۲.۳ میلیون وګړي په کې ژوند کوي د ۲۰۰۷ کال راهیسې د اسرائیل له لورې تر محاصرې لاندې ده.

تیر کال اسرائیل او حماس ۱۱ ورځې جګړه وکړه.

اسرائیل لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال په شپږ ورځنۍ جکړه کې ونیول او بیا یې ختیځ بیت المقدس د خپلې خاورې سره ونښلاوه، هغه اقدام چې د اکثریت نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت ندی پیژندل شوی.