د اسرائیل حکومت د حماس سره د اوربند په دویم پړاو بحث کوي

ټاکل شوې چې د اسرائیل د حکومت د امنیتي کابینې غړي دوشنبه فبروري ۱۷ ( سلواغې ۲۹) پداسې حال کې د حماس سره د اوربند په دویم پړاو وغږیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزی، مارکو روبیو ر د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل او د حماس له منځه وړلو غوښتنه یې وکړله.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند دویم پړاو ټول جزیات لا ندي په ډاګه شوي خو ویل کیږي چې پدې پړاو کې به د حماس ډله ټول پاتې برمته شوي کسان خوشې کړي او په غزې کې به د دایمي اوربند لپاره شرایط برابر شي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند په نازک حالت کې دی. په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د سه شنبې په ورځ یې ویلي چې که په غزې کې جګړه زور واخلي، دا ډله نظامي مداخلې ته چمتو ده.

په عین حال کې د حماس ډلې ویلي چې ټاکل شوې په غزې کې د اوربند دویم پړاو په هکله خبرې ژر پیل شي. پدې پړاو کې به پاتې برمته شوي کسان خوشې شي او په غزې کې د دایمي اوربند په هکله به خبرې اترې وشي.

تر دې وړاندې د حماس ډلې د برمته شویو کسانو خوشې کول ځنډولي و او په اسرائیل یې د اوربند شرایطو څخه د سرغړاونې تور لګولی و خو حماس د همدې تیرې شنبې په ورځ درې برمته شوي کسان خوشې کړل.

اسرائیل بیا ددې دریو یرغمل شویو کسانو خوشې کیدلو په بدل کې ۳۶۹ فلسطیني بندیان آزاد کړل.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د موقت اوربند له پيل راهيسې چې د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شو، دا له فلسطيني بنديانو سره د اسرائيلي برمته شويو د تبادلې شپږم پړاو و.

د اوربند په لومړي پړاو کې، چې تمه کیږي شپږ اونۍ به دوام وکړي، حماس به په تدریجي ډول د سلګونو فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

تر اوسه د دغه اوربند په لومړي پړاو کې ۲۱ یرغمل شوي او تر ۷۳۰ زیات فلسطینیان خوشي شوي دي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، سخت دریځې ډلې حماس پر اسرائیلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۸۲۱۹ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.