د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو اسرائيل ته په سفر کې د ایران په تهدید او د غزې په اړه د ټرمپ‌ په طرحې ټېنګار وکړ


مارکو روبیو د اسرائیل له صدراعظم سره ولیدل.
مارکو روبیو د اسرائیل له صدراعظم سره ولیدل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۸) د اسرائيل د ولسمشر بنیامین نتنیاهو په ګډون له اسرائيلي چارواکو سره په لیدنه کې د سیمې په وړاندې د ایران پر ګواښ او همداشان د غزې د کنټرول او په نورو هېوادونو کې د دې تړانګې د اوسېدونکو د مېشتولو په اړه د متحده ایالاتو د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر طرحې ټینګار وکړ.

روبیو له نتنیاهو سره له لیدنې وروسته وویل:‌ "د هرې تروریستې ډلې تر شا، د تاوتریخوالي‌ د هر عمل تر شا، د بې ثباتۍ د هر فعالیت تر شا،‌ په دې سیمه کې چې میلیونونه خلک یې خپل کور ګڼي د ټولو هغو کړنو تر شا چې سوله او ثبات ته زیان رسوي د ایران لاس دی."

نتنیاهو وویل چې متحده ایالات او اسرائيل د ایران د اټومي فعالیتونو او په منځني ختیځ کې د دې هېواد د یرغل شنډولو ته ژمن دي. هغه زیاته کړه چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې او په غزه کې د حماس په وړاندې د جګړې له پیل وروسته ایران په قوي توګه ځپل شوی دی. هغه زیاته کړه:‌ "هېڅ شک نلرم چې کولی شو کار ختم کړو".

بنیامین نتنیاهو همداشان وویل چې د غزې د راتلونکې په اړه د ټرمپ د طرحې پر سر یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي او په وینا یې اسرائيل د غزې په تړاو له متحده ایالاتو سره په بشپړې همغږۍ کې کار کوي.

روبیو هم د غزې لپاره د ټرمپ له طرحې څخه دفاع وکړه او ویې ویل: "ولسمشر د غزې د راتلونکې په اړه خپل لیدلوری په څرګنده توګه بیان کړی دی چې له تېرو تجربه شویو لیدلوریو سره توپیر لري بلکې ډېره څرګنده ده، هغه څه چې باید واضح یې ووایم،‌ ویل یې جرات غواړي...نشو کولی چې یو عمل په وار وار تکرار کړو."

نتنیاهو د ټرمپ له طرحې څخه هرکلی کړی دی خو د بهرنیو هېوادونو زیات شمېر مشرانو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس وړاندیز رد کړی دی.

اسرائيل ته د روبیو له سفر څخه یوه ورځ وړاندې د اسرائیلي یرغملو او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په شپږم پړاو کې د حماس ډلې په غزه کې درې اسرائیلي یرغمل خوشې کړل او اسرائیل هم ۳۶۹ د ۳۶۹ فلسطیني بندیان ازاد کړل.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د شپږو اونیو اوربند په لومړي پړاو کې چې د جنوري په ۱۹ پیل شو حماس تر اوسه ۱۹ اسرائيلي یرغمل خوشې کړي او اسرائيل هم څه باندې ۱۰۰۰ فلسطیني بندیان له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي دي.

د ۲۵۱ کسانو له شمېرې چې حماس د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اومه پر اسرائيل باندې د برید پر مهال یرغمل کړي و لا هم ۷۰ تنه د دې ډلې په یرغمل کې دي. اسرائيلي چارواکو ویلي چې له دې شمېرې ښايي ۳۵ تنه یې مړه او یا وژل شوي وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مخکیني وزیر انتوني بلینکن په تېرې جنوري میاشت کې د جنګ وروسته غزې لپاره یوه طرح وړاندې او ټینګار یې وکړ چې اسرائيل باید د دوو دولتونو – اسرائيل او فلسطین – حل لارې ته غاړه کېږي. د نتنیاهو حکومت له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

منځني ختیځ ته د سفر په دوام کې ټاکل شوې چې روبیو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG