د اسرائيل پوځ د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) د یهودو مذهبي ټولنې اکثرو غړو ته له پوځ سره د یو ځای کېدو اعلامیې لېږلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې د اسرائيل د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې شامل شي.
د اسرائيل عالي محکمې د روان عیسوي کال په جون میاشت کې یو حکم صادر کړ چې له مخې یې د اسرائيل دفاع وزارت نور نشي کولی چې د یهودو د مذهبي ټولنې وګړي له عسکري خدمت څخه معاف کړي.
په اسرائيل کې د یهودو مذهبي ټولنه په ۱۹۴۸ کال کې کله چې د دغه هېواد د تاسیس ډبره کېښودل شوه له عسکري خدمت څخه معاف شوه، خو هغه مهال د یهودو مذهبي ټولنه کوچنۍ وه او نفوس یې ډېر کم و.
د اسرائيل د پوځ لخوا دا اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د دغه هېواد ځواکونه په شمالي او جنوبي پولو کې په جنګ اخته دي او پوځ غواړي چې د خپلو ځواکونو لیکې پیاوړې کړي، خو له بلې خوا دا د مذهبي او سیکولر اسرائيلیانو ترمنځ د اختلافاتو لا هم کېدلی شي.
په داسې حال کې چې اسرائيل په غزه کې له حماس او په لبنان کې له حزب الله سره جنګېږي د اسرائيل د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې له یکشنبې ورځې څخه وروسته به د یهودو د مذهبي ټولنې اوه زره غړو ته د عسکري خدمت د ترسره کولو وړاندیزلیکونه واستوي.
د اسرائيل د دفاع وزات په وړاندیزلیکونو کې راغلي چې د یهودو د مذهبي ټولنې غړي د خپلو مذهبي دودونو پ ساتنې سره د یو سرتیري په توګه کار کولو ته دوام ورکولی شي.
د اسرائيل پوځ په جولای میاشت کې شاوخوا ۱۰۰۰ مذهبي کسان له پوځ سره یوځای کېدو ته رابللي و.
د اسرائيل د صدراعظم بنیامن نتنیاهو په حکومت دوو مذهبي ګوندونو تر اوسه له دغه قانون سره مخالفت کړی په ښيلاري ایتلاف باندې د فشار د زیاتوالي لامل شوی دی.
د اسرائیل د سخت دریځې مذهبي ټولنې مشران وايي چې د مذهبي حوزو د طلباو لپاره د سیکولرو سرتیرو ترڅنګ چې ښځې هم په کې شاملې دي، د عسکري خدمت جبري کول د مذهبي یهودیانو په توګه د هغوی د هویت د له منځه وړلو ګواښ رامنځ ته کولی شي.
له بلې خوا د اسرائيل حکومت د اوسنیو ځواکونو له فشارونو سره مخامخ دی چې له کلونو راهیسې په پوځ کې خدمت کوي او په خپلو لیکو کې د مذهبي یهودیانو پر شاملېدو ټینګار کوي.
د کان په نوم د اسرائيل یوه عامه رسنۍ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د یهودو د مذهبي ټولنې یو شمېر مشرانو هغو کسانو ته چې د پوځ وړاندیز لیکونه یې ترلاسه کړي دي په وړاندې یې د بې اعتنایۍ سپارښتنه کړې ده.