د اسرائیل خبرداری:‌ روژه کې د غزې په رفح کې عملیات پیلوو

په غزه کې د اسرائیل د عملیاتو په نتیجه کې د ۱.۷ میلیون بې ځایه شويو فلسطینیانو اکثریت په رفح ښار کې پناه اخیستې ده.

د اسرائیل د کابینې وزیر بیني ګانټز خبرداری ورکړی چې که چیرې حماس په غزه کې پاتې یرغمل خوشې نه کړي، د اسرائیل پوځ به د روژې په میاشت کې پر رفح هغه عملیات پیل کړي چې له ډیر وخت راهیسې یې تمه کیږي.

ګانټز د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغه ۲۹) په بیت المقدس کې د امریکایي یهودي مشرانو یو کنفرانس ته وویل: "نړۍ باید پوه شي، او د حماس مشران باید پوه شي، که تر روژې پورې زموږ یرغمل کسان کورونو ته ستانه نشي، نو د رفح سیمې په ګډون په هر ځای کې به جګړه دوام وکړي."

تمه کیږي چې د روژې میاشت د مارچ په ۱۰مه پیل شي.

په غزه کې د جګړې له امله د بې ځایه شویو ۱.۷ میلیون فلسطینیانو اکثریت په رفح ښار کې پناه اخیستې ده. د اسرائیل حکومت تراوسه پر دغه ښار باندې د خپل پلان شوي برید لپاره نیټه نه وه ټاکلې.

په غزه کې رفح یوازنی ښار دی چې د اسرئیل د ځمکنیو ځواکونو لخوا اشغال شوی نه دی. بهرنیو حکومتونو او مرستندویه موسسو د درنو تلفاتو اوښتو له ویرې، په وار وار له اسرائیل څخه غوښتي دي چې په رفح کې پوځي عملیات ونکړي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د مستقیمې غوښتنې په ګډون د نړیوالو فشارونو سره سره، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ټینګار کوي چې جګړه پر رفح له فشار پرته نه شي بشپړېدای.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د بیت المقدس په همدې کنفرانس کې د وینا پر مهال خپله ژمنه بیا تکرار کړه چې د حماس پر وړاندې د بشپړې بریا د ترلاسه کولو سره به خپله دنده پای ته ورسوي.

ګانټز زیاته کړه چې برید به په همغږي ډول ترسره شي او د امریکایانو او مصریانو سره په دې خبرې اترې کوي چې له ښار څخه د ملکي خلکو د خوندي ایستلو دپاره اسانتیا رامینځته کړي او "د امکان تر حده د ملکي تلفاتو کچه راټیټه کړي."

خو دا لا څرګنده نه ده، چې له رفح څخه ملکي وګړي به د محاصره شوې غزې کومې برخې ته ولیږدول شي.

دا تبصرې وروسته له هغې کیږي چې په غزه کې د اوربند دپاره له څو اونیو راهیسې روانې خبرې اترې بې نتیجې پای ته ورسیدلې او ددې خبرو مهم منځګړی قطر ددې اونۍ په پیل کې ومنله چې د اوربند کېدو امکانات کم شوي دي.

واشنګټن چې د اسرائیل مهم متحد او پوځي ملاتړی بلل کیږي، هڅه کوي چې په غزه کې د ۱۳۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې، د شپږو اونیو دپاره اوربند وشي.

اسرائيل ويلي، باور لري چې زیاتره دغه یرغمل کسان او د حماس مشران په رفح کې پټ دي.

د حماس اورپکو د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې په یو برید کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، ۱۱۶۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

ددې برید په ځواب کې، د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸۸۵۸ کسان وژل شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.