اسرائيل خپل د 'اوسپنې وړانګه' لیزري هوايي دفاعي سیستم پراخوي

د اسرائيل لیزري هوايي دفاعي سیستم د حزب الله له لوري توغول شوي راکټونه په نښه کوي

د اسرائیل د دفاع وزارت نن دوشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) اعلان وکړ، چې د خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره د لیزر د هوايي دفاع سیستم چې د «اوسپنې وړانګه» نومېږي، په چټکې پراختیا باندې ۵۳۰ میلیون لګوي.

د اسرائيل د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې دغه وزارت «د لیزري کشفي سیستمونو 'وسپنې وړانګه' د پراختیا لپاره د تقریبآ دوه میلیارد شیکل (اسرائيل کرنسي) په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی» دی.

د دغه سیستم د پراختیا هدف په اسرائیل باندې د بي پیلوټه الوتکو او نورو توغندیو خنثي کول ښودل کېږي، چې د غزې د جګړې له پیل راهېسې حزب الله پر اسرائیل توغوي.

د اوسپنې وړانګه لیزري سیستم به د اسرائیل د «وسپنیز ګنبد» هوايي سیستم په څېرو د نورو سیستمونو وړتیا زیاته کړه. دا اوسني سیستمونه د حزب الله له لوري د توغول کېدونکو ټولو توغندیو مخه نه ده نیولای، چې په اسرائيل کې پوځي او ملکي تلفات اړولي دي.

د اسرائيل د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې دغه وزارت به د «رافایل او یلبت» له دفاعي کمپینو سره په دې اړه کار کوي. رافایل د اسرائيل د ملي دفاع د تحقیق او وسلو پراختیا څانګه ده.

په اعلامیې کې د وزارت د ډاریکټر جنرال ایال ضمېر له خولې لیکل شوي دي چې ممکنه دا سیستم «په یو کال کې دننه عملیاتي خدمت» ته چمتو شي.

د یلبیت شرکت په یوې جلا اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د اسرائيل دفاع وزارت ورته تقریبا ۲۰۰ میلیون ډالر ورکړي چې د «وسپنې وړانګه» سیستم ورغوي.

اسرائيل د سپتمبر په میاشت کې اعلان وکړ،‌ چې د حماس او حزب الله سره د جګړې په مهال یې، د متحدو ایالتونو له لوري د ۸.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړې.

د اسرائيل د دفاع وزارت وايي چې د دغو مرستو څخه یې ۵.۲ میلیارد د هوايي دفاع لپاره ځانګړې شوې، چې د پرمختللي لیزري دفاعي سیستم پراختیا په کې شامله او په وروستۍ مرحلې کې ده.

د اسرائيل د دفاع وزارت په ۲۰۲۱ کال کې یوه ویدیو خپره کړې چې په کې ښودل کېږي، لیزري دفاعي‌سیستم له یوې وړې بې پیلوټه الوتکې څخه په یو بلې الوتکې د انژۍ وړانګې خپروي او ښکاري چې یو غار سوځوي او اور پرې بلوي.

د اسرائیل اوسنی هوايي دفاعي سیستم څو پوخونه لري چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې د ایران د ۲۰۰ توغول شویو میزایلو اکثریت یې خنثی کړل. د وسپنې وړانګې سیستم به د لنډ واټن وېشتونکو توغندیو او میزایلو، چې له غزې او لبنان څخه پرې توغول کېږي، د دفاع یوه هڅه ده.