نتنیاهو: حماس سره د اوربند خبرې بې معنی دي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي په غزې کې د اوربند په هکله خبرو ته دوام ورکول بې معنی دي او د حماس غوښتنې یې "خیالي" وبللې.

نتنیاهو چې شنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۸) یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې یوې دیپلوماتیکي موافقې ته یوازې په هغه صورت کې رسیدلی شي چې د هر ډول قید او شرط پرته مخامخ خبرې وشي.

سره لدې چې د اسرائیل مشر وویل په اوس وخت کې د اوربند په هکله خبرې په ټپه ولاړې دي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په غوښتنې یې خپل مذاکراتي ټیم د مصر پایتخت قاهرې ته استولی.

ها خوا بیا د حماس ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې ددې ډلې مشر اسماعیل حانیه په غزې کې د اوربند لپاره په موافقې کې د نه پرمختګ کیدو ملامتي په اسرائیل اچولې.

ښاغلي حانیه په اعلامیې کې ویلي چې د حماس ډله به "په بشپړه توګه جګړې بندیدو، د غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتلو، پدې تړانګې د ناعادلانه محاصرې پای ته رسیدو او د اسرائیلي زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو پرته په کم شي موافقه ونه کړي".

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو سره په ګډه پدې خبرو کې منځګړتوب کوي د جرمني مونشن ښار په امنیتي غونډې کې وویل چې پدې تیرو څو ورځو کې د اوربند په برخې کې پرمختګ ندی شوی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې "خوشبیني شته او دا چې مونږ به تل کوښښ کوو".

ښاغلي شیخ محمد چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی وویل دوه مهم ټکي چې لا هم پرې موافقه نده شوه په غزې کې بشري وضعیت او دا چې د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې به څومره فلسطینیان د اسرائیل د زندانونو څخه آزادیږي.

قطر، مصر، اسرائیل او متحده ایالات په غزې کې د اوربند لپاره هلې ځلې کوي خو د شنبې تر ورځې یې کومه خاصه نتیجه نده ورکړې.

د اوربند لپاره خبرې داسې مهال بې نتیجې پاتې چې د غزې په مرکزې برخې کې د شنبې په ورځ د اسرائیل په هوایي بمباریو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ووژل شول.

د اې پي خبري اژانس یو خبریال او په سیمې کې د روغتون مسؤلینو ویلي چې په وژل شویو کې ماشومان هم دي او دا چې لږ تر لږه ۵۰ تنه ټپي شوي هم دي.

که څه هم چې نړیوالې ټولنې له اسرائیل غوښتي چې د غزې په رفح سیمو کې دې عملیات نکوي خو د نیتن یاهو په ګډون اسرائیلي چارواکي وایي چې پدې سیمې کې د عملیاتو په پلان کار روان دی.

د اسرائیل د دفاع وزیر یوا ګیلانت تیره ورځ وویل چې ددې هیواد پوځ پدې سیمې کې د نظامي علیاتو "وسیع پلان" جوړوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم چې هیواد یې د اسرائیل تر ټولو سرسخت ملاتړی دی له هغوي یې غوښتي چې د ملکیانو خوندیتوب لپاره د اعتباري پلان پرته دې دا عملیات نکوي او په اوربند د تمرکز غوښتنه یې ترې کړې.

مصر بیا ویلي که اسرائیل د رفح په ښارګوټي کې چې د دې هیواد په ګډې پولې پروت دی نظامي عملیات وکړي، د دواړو هیوادونو دیپلوماتیکې اړیکې به د خطر سره مخ شي. د یو شمیر نورو هیوادونو مشرانو هم دیته ورته اندیښنې څرګندې کړیدي.

اټکل دا دی چې د رفح په سیمې کې شاوخوا ۱.۴ ملیون فلسطینیانو پنا اخیستې او اکثریت یې هغوي دې چې د جګړې له کبله بې کوره شوي. ملګري ملتونه وایي پدې سیمې کې سلګونه زره خلک په همدې ساړه ژمي کې په خیمو کې ژوند کوي.

د امریکا جمهور رئیس د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې پدې تیرو ورځو کې څو ځله په ټیلیفون کې اوږدې خبرې کړي او د موقتي اوربند غوښتنه یې ترې کړي تر څو پاتې یرغمل کسان هم راخوشې شي.