کربي: د غزې له جنوب څخه د اسرائيلي پوځيانو وتل ښايي د ' استراحت او بیا چمتووالي' لپاره وي

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي ویلي دي چې د غزې په جنوب کې د رفح له ښار څخه د یو شمیر اسرائیلي سرتیرو وتل کیدای شي د ځواکونو د "استراحت او بیا چمتووالي" لپاره وي.

کربي د یکشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۹) د ای بي سي خبري شبکې سره په خبرو کې وویل: "هغوی [اسرائیلي پوځیان] له څلورو میاشتو راهیسې په محاذ کې دي، هغه څه چې موږ [د اسرائیلي مقاماتو څخه] اوریدلي هغه دا دي چې سرتیري ستړي شوي دي، هغوی استراحت او بیا چمتووالي ته اړتیا لري."

د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند وويل، اوسمهال ګرانه ده چې د اسرائيل د دغه اقدام قطعي دلیل درک کړای شي.

په غزه کې د اسرائیل د پوځي بریدونو په پایله کې د ملکي وګړو درانه او زیاتېدونکي تلفات د واشنګټن له سخت غبرګون او سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

د اسرائیل پوځي چارواکو د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د غزې له جنوبي سیمو څخه د خان یونس د ښار په شمول د اسرائیل یو زیات شمیر پیاده ځواکونه وتلي دي. خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي چې ایا دا ځواکونه به د نویو عملیاتو لپاره منظم شي او که د کوم بل هدف لپاره.

کربي وویل: "لکه څنګه چې موږ پوهیږو او د هغوی له عمومي اعلامیو څخه څرګندیږي دا اقدام په حقیقت کې یوازې د آرام کولو او بیا چمتو کیدو لپاره دی چې ځواکونه یې له څلورو میاشتو راهیسې په میدان کې دي."

د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر اسرائیل د حماس له بریدونو وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ۱۱۷۰ کسانو د وژل کېدو او د حماس له لورې د څه دپاسه ۲۴۰ کسانو د یرغمل کیدو سبب شول د اسرائیل پوځ په تېرو شپږو میاشتو کې د غزې په تړانګه پرله پسې ځمکني او هوایي بریدونه کړي دي.

د حماس ډلې تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت مقاماتو ویلي چې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۳۳۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ماشومان او ملکي وګړي دي، او همداشان لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.