کروناویروس؛ ایټالیا ورزشي سیالۍ پيل او سینماګانې پرانیستلې

ایټالیا همدغه راز د توریزم په اړه هم خپل محدودیتونه اسانه کړل

د ایټالیا صدراعظم جوزپي کونټي اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ جون۱۲( غبرګولي۲۳) به ټولې مسلکي لوبې او سیالۍ بیا پیلوي.

صدراعظم کونټي وویل چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به د سیالیو د لیدو لپاره نندارچیانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې میدان ته ولاړ شي.

ښاغلي کونټي وویل: "ځینې تفریحي پروګرامونه به هم بیا پيلیږي خو ځینې نور به یې هماغسې ځنډول شوې پاتې شي. د کانسرتونو هالونه او سینماګانې به هم پرانیستل کیږي. هغه پروګرامونه چې په ازاده فضا کې کیږي هم پرانیستل کیږی خو احتیاطي ګامونه به اخیستل کیږي. له بلې خوا هغه نور تفریحي پروګرامونه چې په ډسکوګانو، کلبونو او دا ډول نورو ځایونو کې کیږي، لا نه دي پرانیستل شوي. "

ایټالیا همدغه راز د توریزم لپاره هم لګول شوي محدودیتونه کم کړي او هغو خلکو ته یې د ورتګ اجازه ورکړې چې له اسیا، شمالي او جنوبي امریکا څخه د دندو او نورو مهمو کارونو لپاره ایټالیا ته ځي.

صدراعظم کونټي داسې مهال دا اعلان کوي چې چارواکي وايي د کروناویروس پېښې په دغه هېواد کې کمې شوي دي.

نوموړي همدغه راز له خپلو خلکو وغوښتل چې د «امیوني» په نامه یو حفاظتي آپ هم په خپلو تیلیفونونو کې ډاونلوډ کړي. دغه آپ د «بولوټوټ» په واسطه خپلو کاروونکو ته پیغام ورکوي چې په کروناویروس د اخته کس سره نژدې شوی او یا یې تماس ورسره نیولی دی.

ایټالیا غواړي چې د تکنالوژۍ په مرسته د کروناویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

د کروناویروس تر دې دمه په ايټالیا کې څه باندې ۳۴۰۰۰ کسان مړه کړي‌ او شاوخوا ۲۳۶زره نور کسان په دغه ویروس اخته دي. د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

دا مهال دغه ویروس د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۴۲۰زره کسان مړه کړي‌ او څه باندې ۷.۵ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.