د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس پنځو هېوادونو کې شاوخوا ۲۰۰زره خلک مړه کړي


د کروناویروس تلفات شېبه په شېبه او ورځ په ورځ بدلیږي
د کروناویروس تلفات شېبه په شېبه او ورځ په ورځ بدلیږي

د جانز هاپکینس پوهنتون د معلوماتو له مخې د واشنګټن ډي سي په وخت د شنبې تر سهار پورې مۍ۹ (غويي۲۰) د کروناویروس له کبله په نړۍ کې څه باندې ۲۷۵زره کسان مړه شوي او ۳.۹۵ میلیون نور پرې اخته دي.

د امریکا متحده ایالتونه، برتانیا، ایټالیا، هسپانیا او فرانسه د نړۍ هغه پنځه هېوادونو دي چې کرونا په کې تر بل هر هېواد زیات کسان مړه کړي دي.

په متحدو ایالتونونو کې ترې دې دمه ۷۷۱۸۰ تنه مړه شوي دي او په دې حساب امریکا د تلفاتو له پلوه په نړۍ کې لومړی هېواد دی.

په امریکا پسې برتانیا دویم هېواد دی چې کرونا په کې تر دې دمه ۳۱۳۱۶ کسان مړه کړي دي.

په برتانیا پسې ایټالیا ده چې کرونا په کې تر دې دمه ۳۰۲۰۱ کسان مړه کړي دي. په هسپانیا کې ۲۶۲۹۹ او په فرانسه کې بیا ۲۶۲۳۳ کسان د کرونا له کبله مړه شوي دي.

البته دا شمېرې شېبه په شېبه او ورځ په ورځ په بدلېدو دي.

په لاتینې امریکا کې بیا برازیل تر نورو ډېر تلفات لري چې شمېره یې تر ۱۰زره اوښتې ده.

په چین کې چې د دغه ویروس اصلي ځای دی، چارواکي وايي تر دې دمه په کې ۴۶۳۷ تنه مړه شوي دي. خو شک کیږي‌ چې چین د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه خپروي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ څه موده مخکې ویلي وو چې کرونا ویروس په چین کې تر امریکا ډېر کسان مړه کړي دي.

دا ویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو او سیمو کې میلیونونه انسانان پرې اخته او لسګونه زره نور پرې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG