د پاکستان انتخابات : عمران خان او نواز شریف دواړو د بري اعلان کړی

په پاکستان کې د پنجشنبې ورځې عمومي انتخاباتو لومړنیو نتیجو څخه څرګندیږي چې هیڅ ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ ندي ګټلي. معنی دا چې نوی حکومت به نه یوازې دا چې ائتلافي وي بلکې دا هم نده څرګنده چې د هیواد راتلونکی صدراعظم به د کوم ګوند مشر وي.

د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمعې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) ویلي چې ۹۰ په سلو کې د پارلماني څوکیو نتیجو څخه څرګندیږي چې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند ۹۸، د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند۶۱ او د پاکستان پیپلز ګوند چې مشري یې بلاول بهټو کوي، ۵۲ څوکۍ ګټلي دي.

د پارلمان د ۲۲ څوکیو نتیجې لا ندي اعلان شوي.

د تحریک انصاف ګوند په کمپیوټر کې د عمران خان جوړ شوی غږ خپور کړی چې هغه پکې د خپل ګوند پلویانو ته پدې انتخاباتو کې د بري مبارکې ورکړې.

ښاغلي خان په کمپیوټر کې جوړ شوي دې غږیز پیغام کې ویلي، " زه تاسو ټولو ته د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې د بري مبارکي وایم. ما بشپړ باور درلود چې تاسو به راووځئ او رایه به ورکوئ. ستاسو په پراخه توګه راوتلو ټول حیران کړل".

عمران خان چې د ګڼ شمیر قضیو له کبله بندي دی، په کمپیوټر کې په جوړ شوي غږ کې یې خپلو پلویانو ته د بري مبارکې ورکړې.

دا چې په پاکستاني مطبوعاتو کې د عمران خان غږ په خپریدو بندیز دی، ګوند یې غږ په ټولنیزو شبکو کې خپور کړی.

عمران خان پدې پیغام کې ادعا کړې چې د ګوند کاندیدانو یې د حکومت جوړولو لپاره اکثریت څوکۍ ګټلي دي.

هغه پدې پیغام کې ویلي، " د خپلواکو سرچینو له مخې، وړاندې تر دې چې په نتیجو کې لاس وهنه پیل شي، مونږ د ملي اسامبلې په ۱۵۰ انتخاباتي حوزو کې وړاندې وو. مونږ د ملي اسامبلې په ۱۷۰ حوزو کې مخکې یو".

د عمران خان د خبرو څخه څو ساعته وړاندې پخواني صدراعظم نواز شریف هم د خپل بري اعلان وکړ. د نواز شریف اعلان په دولتي او شخصي تلویزونونو کې خپور شو.

سره لدې چې د ښاغلي نواز ګوند ځان د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان کړی خو دا چې وې نشو کړی د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه د پارلمان ۱۶۹ څوکۍ وګټي، باید د نورو ګوندونو سره یو ځای ائتلافي حکومت جوړ کړي.

پخپله نواز شریف د پنجشنبې په ورځ د رایې اچولو پر مهال دعوا کړې وه چې ګوند به یې د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي او ائتلافي حکومت ته به اړتیا نه وي خو د جمعې په ورځ د نورو نتیجو تر اعلان وروسته یې وویل چې خپل کشر ورور او مخکنی صدراعظم شهباز شریف یې لاهور ته استولی تر څو د نورو ګوندونو د مشرانو سره د ائتلافي حکومت په جوړیدو وغږیږي.

نواز شریف د لاهور په ښار کې د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې پدې هکله خبریالانو ته وویل، " مونږ په یوازې توګه د حکومت چلولو لپاره کافي اکثریت نلرو او له همدې کبله مو نور ګوندونه او کاندیدان چې بریالي شویدي، رابللي چې زمونږ سره کار وکړي".
د انتخاباتو کمیسیون لخوا د نتایجو په اعلان کې ځنډ او دا چې په ځینو ځایونو کې د موبایل او انټرنیټ خدمات بند شوي و، داسې اندیښنې وې چې د پاکستان پوځ د نواز شریف ګوند په پلوۍ ټګي برګي کولې.

د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند پلویانو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو په ځینو ښارونو کې په انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوو له کبله مظاهرې هم کړي چې د سوات درې د شانګلې په سیمې کې د ښاغلي ګوند دوه پلویان وژل شوي او شل نور یې ټپي شوي هم دي.

سره لدې چې د عمران خان ګوند تر نورو ډیرې څوکۍ ګټلي خو له یوې خوا ښاغلی خان په زندان کې دی او په ګڼ شمیر قضیو کې د محکوم کیدو له کبله د دولتي مقام لرلو څخه محروم شوی او د ګوند غړیو یې هم د خپلواکو کاندیدانو په توګه په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، هغوي نشي کولی چې په یوازې توګه حکومت جوړ کړي خو د نورو ګوندونو سره د یو ځای کیدو لپاره باید په ۷۲ ساعتونو کې خپله پریکړه وکړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف هم خپل بری اعلان کړی او د ائتلافي حکومت جوړولو خبر یې ورکړی.

متحده ایالاتو، بریتانیې او اروپایي اتحادیې په پاکستان کې د انتخاباتو په بهیر اندیښنه څرګنده کړې او د چارواکو څخه یې غوښتي پدې بهیر کې د قانون څخه د سرغړاونو په هکله دې پلټنې وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې بهیر کې د بیان په آزادیو او خلکو راټولیدو "بې ضرورته" محدودیتونه لګول شوي و او د مطبوعاتو په کار کوونکو د بریدونو او تشدد پیښو یادونه هم کړې.

امریکا او اروپایي اتحادیې په انتخاباتو کې د لاسوهنې او د فعالینو نیول کیدو یادونه کړې او د پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې په انتخاباتو کې د درغلۍ، لاس وهنې او قانون څخه سرغړاونې په هکله ادعاوې دې په بشپړه توګه وپلټي.

د اروپایي اتحادیې په اعلامیې کې بیا پدې هکله اندیښنه ښودل شوې ځینو سیاسي ګوندونو ته پدې انتخاباتو کې د ګډون لپاره فرصت نه و ورکړل. د انټرنیټ په خدماتو، بیان آزادۍ او د خلکو په راټولیدو محدودیتونه نور هغه څه دي چې اروپایي اتحادیې پرې اندیښنه څرګنده کړې.

سره لدې چې اروپایي اتحادیې، متحده ایالاتو او بریتانیې ویلي چې د پاکستان راتلونکي حکومت سره د کار کولو لپاره چمتو دي خو پدې انتخاباتو کې هیڅ یو کاندید یا ګوند ته یې د بریالیتوب مبارکۍ ندي ورکړي. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کیمرون هم په یوې اعلامیې کې اندیښنه څرګنده کړې چې دا پارلماني انتخابات "ټولشموله نه او او عادلانه" نه و.