د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ټاکنو په ورځ د موبایل ټیلیفون او انټرنیټ شبکې بندې کړي دي


د پاکستان پوځیانوپه لاهور کې د رایې ورکولو د یو مرکز مخې ته امنیت نیولی دی.
د پاکستان پوځیانوپه لاهور کې د رایې ورکولو د یو مرکز مخې ته امنیت نیولی دی.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) په دغه هېواد کې د عمومي ټاکنو په ترڅ کې د انټرنیټ او ګرځنده ټیلیفوني شبکو خدمات بند کړي او د معلوماتو د ملاتړ ادارو دا کار "غیر دموکراتیک" اقدام بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ډول "امنیتي اقداماتو ته د نظم ساتلو او ممکنه امنیتي خطرونو سره د مبازې" دپاره اړتیا ده.

د چهارشنبې په ورځ په بلوچستان کې د کاندیدانو د دفترونو دباندې په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول. داعش ددغو بریدونو مسئولیت اخیستی دی.

له دې وړاندې د اورپکو په بریدونو کې دوه کاندیدان هم وژل شوي وو.

د "ډیجیټل حقونو" په نوم غیر انتفاعي سازمان مسئولې نګهت داد د ټيلیفوني شبکو بندول "د پاکستانیانو پر جمهوري حقونو برید" بللی او وېره یې ښودلې چې دا کار به خلک له رایې ورکولو څخه لیرې وساتي.

هغې وویل: "د ګرځنده ټیلیفونونو بندول د ملي امنیت اندیښنو ته د حل لاره نه ده. معلوماتو ته د لاسرسي بندول ډیره ګډوډي رامینځته کوي. که خدای مه کړه برید وي، نو تاسو چاته څنګه ټیلیفون کوئ؟"

هغې زیاته کړه چې د بریدونو په اړه د ویرې رامنځته کولو او داسې نورو غلطو معلوماتو خپرولو لپاره نورې لارې موجودې دي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له حکومت څخه د ګرځنده ټیلیفوني شبکو د پرانیستلو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې د ګوند مدافع وکيلان به په دې اړه محکمې ته عریضه وکړي.

د "نیټ بلاک" په نوم د انټرنېټ د څار نړیوال سازمان، د کاروونکو د راپورونو پر اساس په پاکستان کې د ګرځنده ټیلیفون او انټرنیټ خدماتو د بندیدو خبر تائید کړی دی.

د نیټ بلاک مشر الپ توکر فرانس پرس ته وویل: "په پاکستان کې د ټاکنو په ورځ د انټرنیټ د بندېدلو شدت تر هغې اندازې ډېر زیات دی چې تراوسه موږ په دغه هیواد کې لیدلی دی... دا عمل په طبیعي توګه غیر دموکراتیک دی او د ټاکنو د خپلواکو څارونکو د کار محدودولو او د رایې ورکولو په پروسه کې د بې نظمۍ لامل کیږي."

د عمران خان د ګوند په اړه د چارواکو اندېښنې

د پاکستان په ټاکنو کې د جعلکارۍ په اړه له وړاندې تورونه لګېدلي او ددغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د زنداني کېدو او د هغه پر تحریک انصاف ګوند باندې د بندیزونو د لګېدو له کبله په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم ښودل شوی دی.

د واشنګټن په وډرو ویلسن څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د برخې مشر مایکل کوګلمن دا "د ټاکنو د ورځې یو بد پیل" بللی دی.

هغه وویل: "د رایې اچونې له پیل کېدو سره له دغو اقداماتو څخه روښانه کیږي چې چارواکي پر ټاکنو باندې د تحریک انصاف د احتمالي اغیزو په اړه اندیښمن دي."

د پاکستان د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو پر وخت د ګرځنده ټیلیفون خدمات نه وو محدود شوي، که څه هم د شنونکو په خبره، هغه مهال هم امنیتي اندېښنې موجودې وې او په یوې ټاکنیزې غونډې کې چاودنې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل.

د هغو ټاکنو په ورځ په کوټه کې په یوه چاودنه کې تر ۳۰ ډېر کسان ووژل شول چې پړه یې د اسلامي دولت (داعش) ډلې په غاړه واخیسته.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت د لویو لاریونونو یا غونډو په جریان کې د ممکنه ناامنۍ د مخنیوي په موخه ګرځنده تلیفونونو ته لاسرسی بندوي ترڅو د اورپکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو وړتیا محدوده کړي.

د ګرځنده ټیلیفون خدمات ددې دپاره هم محدود کیږي ترڅو بریدکوونکي ونشي کړای چې د موبایل ټیلیفونونو سره تړلي بمي چاودنې وکړي.

په پاکستان کې د ټاکنیزو مبارزو په جریان کې د اپوزیسیون د انلاین غونډو پر وخت، څو ځله انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی محدود شوی دی.

حکومت ددې کار لامل "تخنیکي ستونزې" وګڼلې خو د تحریک انصاف ګوند چې په دغو ټاکنو کې څنډې ته کړل شوی، دا د خپل کمپاین د ګډوډولو یوه هڅه بللې ده.

د تحریک انصاف د اطلاعاتو مشر رؤف حسن فرانس پرس ته وويل چې پر ګرځنده خدماتو محدودیت ددغه ګوند د کارکوونکو هغه هڅې ټکنۍ کوي چې غواړي خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته د تګ دپاره وهڅوي.

هغه وویل: "زموږ دپاره فزیکي حضور په بشپړ ډول محدود شوی او د ارتباطاتو دپاره یوازې پر انټرنیټ تکیه لرو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG