جلال اباد کې پر افغان-سیکانو ځانمرګی برید کې ۱۹ تنه وژل شوي

تصویر: ارشیف

په ننګرهار کې چارواکي وایي د جلال اباد په ښار کې پر سیکانو (اهل هنود) ځانمرګی برید شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله کامه وال امریکا غږ ته وویل چې په نننۍ پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي چې ۱۷ یې اهل هنود دي. ټول ۲۰ ټپیان دي چې اوه یې اهل هنود دي.

په وژل شويو کې په ننګرهار کې د اهل هنودو د درمسال ملا امام او ښوونکی اقبال سنګ هم شامل دی. همدغه راز په ولسي‌جرګې کې د سیکانو کاندید اوتار سنګه خالصه هم وژل شوی دی.

پېښه د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۱) په ځايي وخت د ماسپښین په درې نیمې بجې شوې ده. د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي هم وايي‌ چې اکثره وژل شوي او ټپیان اهل هنود دي.

هغه وویل په جسدونو کې اته یې د اهل هنودو دي او دوه جسدونه د مسلمانانو دي او همدا شان پنځه جسدونه سوځېدلي دي مالومات نه کېږي چې څوک دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنايي ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې برید په اهل هنودو شوی دی.

ښاغلي ستانکزي ویل اهل هنودو غوښتل چې له ولسمشر سره د ملاقات لپاره ولاړ شي چې ځانمرګی برید پرې وشو. ولسمشر غني سهار جلال ته ولاړ.