جلال اباد کې افغان پوځ ته پر نویو جذب شويو کسانو چاودنې ۱۰ تنه ووژل

تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی

افغان چارواکي وایي د جلال اباد په ښار کې د پوځ لیکو ته په نویو جذب شویو کسانو چاودنه شوې ده.

په دغې چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۹ نور ژوبل دي.

چاودنه د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۷) مازیګر د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اړوندې سیمې کې د "سپینې ماڼۍ" هوټل ته نژدې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په کاسټر موټر کې دغه کسان د جلب او جذب له قوماندانۍ څخه کابل ته د روزنې لپاره انتقالېدل چې د سړک غاړې ته په یوه ریکشا کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي مواد پرې وچاول شول.

نوموړی وايي په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۷ کسان ټپیان دي. وژل شوي او ټپیان ‌‌‌‌‌‌ډېر یې د ملي اردو ټریننګ ته روان کسان وو.

خو د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې ورته د یو کس مړی او ۲۹ ټپیان ور وړل شوي دي.

لا د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.