د لاس رسي وړ اتصالات

دلاور چې ځان مشاور بولي د تروریستي فعالیتونو په تور نیول شوی ـ رحیمي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې یو کس چې ځان د مشرانو جرګې د رئیس سلاکار معرفي کوي په کابل ښار کې له تروریستانو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ د «غبرګولې پر ۳مه» رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، نیول شوی کس چې حاجي دلاور نومېږي تېره ورځ له غیر قانوني وسلو، جعلي اسنادو او پلېټونو، ۷ سوه زره پاکستانیو کلدارو او د یو زرهي په ګډون دوو موټرو سره نیول شوی دی.

ښاغلي رحیمي ویلي:"هغه تروریستانو او تروریستي شبکو ته له پاکستان څخه چاودېدونکي او نغدي پیسې راانتقالولې او له یوې سیمې څخه بلې ته یې انتحاریان انتقال لول چې تېره ورځ د کابل ښار په ۱۲مه امنیتي حوزه کې ونیول شو."

د کورنیو چارو وزارت وايي له یاد کس سره یې وسلې هم نیولي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي له یاد کس سره یې وسلې هم نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت د نیول شوي شخص د پيژندګلوي او د ملي شورا په پارکېنګ کې د موټر درولو د ځانګړو کارټونو په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی د مشرانو جرګې د رئیس سلاکار دی.

بیان وايي، چې نیول شوی کس له تروریستانو څخه په ملاتړ او ساتلو تورن دی.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې له حاجي دلاور سره یې د پاکستان تابعیت کارټونه هم نیولي چې په دغو شناختي کارډونو کې د نوموړي نوم «جاوید خان» ذکر شوی دی.

نصرت رحیمي ویلي:"یو کال مخکې امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار په یو چک پانیټ کې د حاجي دلاور یو لنډکروزر موټر درولی و چې د یاد موټر تورې ښښې یې پاکولې په دا سبا پر هغه سرتېري چې چې د حاجي دلاور د موټر تورې ښښې پاکولې، چاودنه کېږي چې دغه سرتېری یې وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل."

کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کس د پاکستان شناختي کارډ هم لري
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي کس د پاکستان شناختي کارډ هم لري

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ټینګار کړی چې د کورنیو چارو وزارت کره اطلاعات ښيي چې دغه چاودنه حاجي دلاور پلان کړې وه.

امریکا غږ ونه توانېدل چې په دې اړه د حاجي دلاور نظر تر لاسه کړي.

امریکا غږ همدارنګه هڅه وکړه چې د ټلیفون له لارې د مشرانو جرګې د مشر فضل الهادي مسلمیار نظر تر لاسه کړي، خو هغه زموږ ټلیفون ته ځواب ونه وايي.

XS
SM
MD
LG