جیمز فولکنر: همجنسباز نه یم، خلک مې په خبرې پوه شوي نه دي

په استرالیا کې همجنسبازي قانوني ده

له هغې وروسته چې د اسټرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې د چپ لاسي توپ اچوونکي جیمز فولکنر د همجنسبازۍ په اړه راپورونه خپاره شول، هغه وايي چې همجنسباز نه دی.

د آسترالیا کرکټ بورډ له دې کبله بخښنه غوښتې ده. فولکنر په خپل انستګرام کې لیکلي دي چې خلک د هغه په خبرو سم پوه شوي نه دي او داسې يې انګېرلې چې ګنې هغه هجنسباز دی.

نوموړي په خپل تازه پوست کې لیکلي دي چې همجنسباز نه دی خو د همجنسبازانو له حقونو څخه دفاع کوي.

​هغه په خپل مخکني پوست د خپلې زوکړې په ورځ یو تصویر خپور کړی و او ورسره یې لیکلي وو "له خپل بای فرینډ (د ژوند ملګري) او مور سره یو ماښامی."

جمیز فولکنر لیکلي وو چې پنځه کاله کیږي له رب جب سره یو ځای ژوند کوي.

په استرالیا کې همجنسبازي قانوني ده. جیمز فولکنر د استرالیا لپاره تر دې دمه ۶۹ یوه ورځنۍ لوبې کړې او ۹۶ کسان یې سوځېدلي دي. همدغه راز یې د ۲۰ اورونو ۲۴ لوبې کړې او ۳۶ کسان یې سوځولې دي.

جیمز فولکنر د ۲۰۱۵ کال د نړیوال کپ د سیالیو په فاینل کې د نیوزلنډ خلاف لوبې کې غوره لوبغاړی شو.

تر دې دمخکې د استرالیا د ښځو د ټیم یوې لوبغاړي د نیوزلنډ د ښځو د ټیم له یوې بلې لوبغاړې سره واده وکړ.