د جاپان حکومت په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ويروس د له منځه وړلو لپاره د هڅو په دوام له دغه هېواد سره د خولې له لارې پولیو ضد د واکسينو ترلاسه کولو په برخه کې د درې اعشاريه يو ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام د ډسمبر پر ۱۱ (ليندۍ ۲۱) په خپله خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا پيسې به په ۲۰۲۵ کال کې د پوليو کمپاينونو د ملاتړ لپاره له ۲۰ ميليونه زياتو واکسينونو اخيستلو لپاره وکاروي.
په پاکستان کې د جاپان سرپرست شارژدافېر تکانو شوچي ويلي دي چې جاپان د سېلابونو، کورونا ويروس او ترهګرو بریدونو په څېر د خنډونو ترڅنګ له نږدې ۳۰ کلونو راهیسې د پولیو په له منځه وړلو کې د پاکستان ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په نړۍ کې یو له هغو دوو هیوادونو څخه دی چې تر اوسه یې د پولیو ويروس له منځه نه دی وړی. په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه په پاکستان کې د پولیو ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په دغه هېواد کې د پولیو په پیښو کې له اوسني زیاتوالي سره د پاکستان حکومت، له خپلو شریکانو سره په همکارۍ، په ۲۰۲۵ کال کې یو پراخ او ستراتیژیک کاري پلان پلي کولو لپاره ټاکل شوی چې هدف یې په ماشومانو کې د ژوند ګواښوونکې ناروغۍ له منځه وړل دي.
په پاکستان کې د واکسین د هر ملي کمپاین پر مهال له ۴۵ ميليونه زيات هغو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکې ورکول کېږي، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي. د پاکستان د پوليو مخنيوي اداره زياتوي چې له څلور لکه زيات کارکوونکي لري چې اکثريت يې ښځې دي او د پوليو واکسين د رسولو په باوري کولو کې مهم رول لوبوي.
تر دې وړاندې، د پوليو د مخنيوي د نړيوال ابتکار لوړ پوړي پلاوي سږ کال په دويم ځل پاکستان ته سفر کړی وو او له پاکستانيو چارواکو سره يې د پوليو ويروس په مخنيوي کې د مبارزې د ګړندي کولو غوښتنه کړې وه. دغه پلاوي د نومبر له ۲۰ څخه د نومبر تر ۲۲پورې له پاکستانيو چارواکو سره د پوليو د موثره مخنيوي په اړه خبرې وکړې.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.