جو بایډن ایرلنډ ته په درې ورځني سفر تللی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه اپریل ۱۲ (وري۲۳) ایرلنډ ته رسېدلی دی.

بایډن ایرلنډ ته د سفر په مهال د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک او د شمالي ایرلنډ له سیاسي مشرانو سره لیدلي دي.

ولسمشر بایډن ایرلنډ ته خپل سفر د شمالي ایرلنډ د سولې تړون، چې د «ښې جمعې تړون» بلل کېږي، د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا سره پيل کړ.

په هوايي ډګر کې د ایرلنډ صدراعظم د بایډن هرکلی وکړ او د باندې د امریکا سفارت د کارکوونکو ماشومان د متحدو ایالتونو او ایرلنډ بیرغونه په لاس ولاړ وو. د دوی په لاسونو کې په نیول شویو دړو کې لیکل شوي وو: «خپل کور ته ښه راغلاست».

په دې وروستیو کې سیاسي کړکیچ په شمالي ایرلنډ کې د یو فعال حکومت د نشتوالي لامل شوی او د «ښې جمعې تړون» اساسات یې هم لړزولي دي. د فبرورۍ په میاشت کې یو لوړ پوړی پولیس افسر په ډزو ووژل شو چې ایرلنډي مقامات یې پړه د «ایرلنډ جمهوریت پوځ» په پاتې شونو اچوي، چې د سولې د تړون مخالف وو.

خو ولسمشر بایډن په خپلو خبرو کې وویل: «د سولې دښمنان به کامیاب نشي. شمالي ایرلنډ به شاته ولاړ نشي. رب ته دعا کوو.»

د متحدو ایالتونو په منځګړتوب سره د «ښې جمعې تړون» د بریتانیا په یوې سیمې کې، چې څوکاله په کې مذهبي تاوتریخوالی روان و، سوله راوستله. په دغو مذهبي شخړو کې شاوخوا ۳۶۰۰ کسان په چاودنو او بریدونو کې وژل شوي وو.

د جو بایډن اجداد

جو بایډن ایرلنډ ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد ختیځ ساحل کې د «کاونټي لوث» سیمې ته ولاړ. ویل کېږي چې د بایډن د مور کورنۍ د دغې سیمې څخه وه. ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن به دغلته یو قصر ته هم ولاړ شي او د ډنډاک په سیمه کې هم پلی وګرځي. د هغه په پلان کې دا هم و چې د یو قبرستان زیارت به هم وکړي، خو د خراب موسم له کبله یې دا پلان ګډوډ شوی دی.

ایرلنډ ته د هغه سفر تر ډېره شخصي بڼه لري.

سپینې ماڼۍ یوه شجره خپره کړې چې په کې ویل شوي د ولسمشر جو بایډن اجداد د ایرلنډ په «ټمپلټاون» کې اوسېدل او په ۱۸۱۳ کال کې یې واده کړی و.

د ده د نیکونو یو لمسی، چې جیمز فنګان نومېده، په ۱۸۴۰ کال کې وزېږېده او په نهه کلنۍ کې بیا له خپلې کورنۍ سره یو ځای متحدو ایالتونو ته مهاجر شو. فنګان د نیویارک په سینیکا کې مېشت شو او بیا یې په ۱۸۴۶کال کې له کاترین روچ سره واده وکړ. همدوی د جو بایډن بابا او انا دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر بایډن به په دوبلن کې د ایرلنډ پارلمان ته هم وینا وکړي. همدغه راز د خپلو اجدادو د اوسېدو یو پخواني ځای «کاونټي مایو» ته هم ولاړ شي او د ماښام د ډودۍ په یو محفل کې به هم ګډون کړي.

د ایرلنډ د کورني تاریخ د مرکز د معلوماتو په اساس د متحدو ایالتونو په ټولو ولسمشرانو کې جو بایډن «تر ټولو ډېر ایرلنډی» دی.