د لبنان په جنوب کې ژورنالستانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رویترز ازآنس عکاس او فلم اخیستونکی عصام عبدالله

د رویترز اژانس د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) وویل، عکاس او فلم اخیستونکی عصام عبدالله چې د لبنان په جنوب کې د رویټرز په عمله کې شامل و، هغه وخت ووژل شو چې په ژوندۍ بڼه یې د ټوپونو د ډزو رپوټونه خپرول.

د رویټرز اژانس په یو بیان کې ویلي چې په سیمه کې د محلي مقاماتو سره په تماس کې دي چې د پیښې په اړه نور جزئیات ترلاسه کړي.

بیان زیاتوي، چې د رویټرز خبریالان طاهر السوداني او ماهر نازه الف هم ټپیان شوي او تر درملنې لاندې دي.

د فرانس پرس خبري اژانس هم د لبنان په جنوب کې د اسرائیل سره په پوله د ډزو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، ددې اژانس دوه خبریالان د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ د دندې په بهیر کې ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس خبریال ویلي چې، مرمۍ د الجزیرې د د تلویزیوني شبکې په ګډون د دریو بیلابیلو رسنیو د خبریالانو پر یوې ډلې ولګېدې چې د الما الشباب پولې ته نږدې وو.

د الجزیرې تلویزیون تائید کړې، چې د دوی دوه خبریالان په ټپیانو کې شامل دي.

د لبنان یوې امنیتي سرچینې د فرانس پرس اژانس ته وویل، چې د لبنان له اړخه د پولې له غاړې څخه اسرائیل ته د یوې فلسطیني ډلې د نفوذي هڅې وروسته اسرائیلي ځواکونو ډزې کړې دي.

د خبریالانو له وژل کیدو او ټپي کیدو نه لږ څه وړاندې د اسرائیل پوځ په یو بیان کې ویلي وو: "لږ څه وړاندې په حنیتا کې د پولې په دیوال کې یوه چاودنه وشوه." د هغوی اشاره د الما الشاب د پولې اخوا د اسرائیل یوې ساحې ته وه.

په بیان کې ویل شوي چې: "دیوال ته لږ زیان اوښتی دی. په ځواب کې، پوځي ځواکونه اوس مهال د لبنان د خاورې په لور د توپخانې په ډزو سره ځواب ورکوي."

پدې ترڅ کې حزب الله ویلي دي، چې په غچ کې یې د اسرائیل پر څو مورچلو ډزې کړې دي.

د فرانس پرس خبریالانو راپور ورکړی، چې د اضیرا، الما الشاب او عدیسه کلیو په نښه کولو سره د سیمې څخه لوګی پورته کیږي.

حماس د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ لري او د دې ډلې (حماس) له خوا پر اسرائیل له بریدونو وروسته، د ایران او د لبنان د حزب الله چارواکو د دغه بریدونو ستاینه وکړه.

د حماس وسله والو د اکټوبر په اوومه د اسرائیل د جنوبي پولو په ماتولو او د موسیقۍ په یو فیسټیوال کې د ماشومانو، بوډاګانو او سیلانیانو په ګډون تر ۱۳۰۰ زیات کسان ووژل.

د اسرائیلو د اټکل شويو ځمکنيو عملیاتو دمخه، د اسرائیل پوځ د حماس د برید وروسته په غزې کې په بریدونو کې لږترلږه ۱۷۹۹ کسان وژلي او خواړه، اوبه او بریښنا یې پرې قطع کړې ده.