د افغانستان حکومت: د سولې په اړه د پاکستان د عملي‌ اقدام په تمه یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي د طالبانو له یو شمېر ملا برادر سره په اسلام اباد کې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې د سولې په وړاندې خنډونه هغه څوک جوړوي چې د سولې ټینګېدو په اړه یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې برحقه غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د روانې غبرګولې میاشتې پر پنځمه ادعا وکړه چې د افغانستان دننه او بهر " یو شمیر عناصر" شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه جون څلورمه (غبرګولې ۱۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سولې تخریبونکي ټول پيژني.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: " د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د معناداره بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو او تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د پاکستان د عملي او نتیجه ورکوونکو اقداماتو په تمه دي. په داسې حساسه مرحله کې د تورونو لګول رغوونکي نه دي او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو په ګټه نه دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدل چې هغه کې د سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان ګټې نغښتې وي یوازې د اعلامیو په ورکولو سره نه ټینګیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اروپایي پارلمان سره په یوه مجازي غونډه کې ددغو "عناصرو" د نوم له ذکر کولو پرته وویل چې باید ددغو مخربو عناصرو د "دسیسو" څارنه وکړو.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني پدې وروستیو کې یو ځل بیا پاکستان له طالبانو څخه په "سیستماتیک ملاتړ" تورن کړی او ویلې یې دي چې طالبان له پاکستان څخه مالي او لوژستیکي ملاتړ ترلاسه کوي او په هماغه هیواد کې جلب او جذب کوي.