طالبانو د کابل د خونړي برید مسؤلیت واخیست

وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ په کابل کې دهغې سترې چاودنې مسولیت منلی چې تر سلو ډیرو کسانو ته یې مرګ –ژوبله واړوله.

په دغه برید کې د افغان چارواکو په وینا د یو هندي په ګډون څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۱۳ نور ژوبل شول چې اکثریت یې ملکیان دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي طالبانو خبریالانو ته په وټس آپ کې په استول شویو پیغامونو کې ادعا کړې ده چې څلور ځانمرګي په دغه برید کې ښکیل وو او "ډېر بهرنیان" یې وژلي دي.

طالبانو خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه د امرالله صالح، چې د طالبانو ضد څېره بلل کیږي، د ګمارل کېدو په غبرګونو کې د کابل د وروستي برید په څېر به نور بریدونه هم وکړي.

امرالله صالح مخکې د افغانستان د ملي امنیت مشر و چې د دندې مهمه برخه یې د طالبانو او نورو ترهګرو نیول، ځپل او د هغوی د بریدونو مخنیوی بلل کېده.

طالبانو داسې مهال دا خبرداری ورکړی دی چې ورسره د سولې هلو ځلو او مذاکراتو هم زور اخیستی دی. طالب استازو له امریکايي استازو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې کړي او دا لړۍ روانه ده.

د طالبانو د دوشنبې د ورځې له برید یوه ورځ وروسته د افغانستان د بیا پخلاینې په برخه کې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته ورسېده چې د سولې په برخه کې په تازه پرمختګونو او را روانو اقداماتو باندې له افغان ولسمشر، اجرايي رئیس او نورو سیاستوالو سره خبرې وکړې.