په کابل کې د پولیو د تشخیص د لابراتوار له جوړېدو څخه د خلکو خوښي

عکس: په کابل کې د پولیو (ګوزڼ) د تشخیص لابراتورا چې تیر کال پرانستل شو.

د کابل ښار یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د ګوزڼ (پولیو) د مخنیوي لپاره د لابراتوار پرانېستل ډېر ښه اقدام دی او په راتلونکي کې به یې اغېزې ډېرې وي.

د دوی په وینا، څه موده وړاندې په کابل کې د پولیو ویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص لپاره یو لابراتوار پرانیستل شو، چې په دې توګه د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې یو لوی ګام واخستل شو.

همدارنګه یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم د دغه ویروس د تشخیص لپاره جوړ شوی لابراتوار ډیر مهم بولي.

په کابل کې د معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب په دې باور دی چې د پولیو د بشپړ مخنیوي لپاره لابراتواري ازموینې خورا مهمې دي او د پولیو د پېښو په کمولو کې به د پام وړ اغېز ولري.

نوموړي پدې هکله امریکا غږ ته وویل:" د پولیو د احتمال د ردولو لپاره د لابراتوار معاینات خورا مهم دي، ځکه چې ګوزڼ یوه داسې ناروغي ده چې د نورو ساري ناروغیو په څېر نښې لري او یوازې د لابراتواري ازموینو له لارې یې تشخیص ممکن دی."

د ښاغلي ایوب په وینا، د لابراتوار له ازموینې وروسته په یادو سیمو کې د پولیو ضد کمپاین ترسره کیږي او دغه ویروس له منځه وړل کیږي.

نوموړی زیاتوي: "کله چې د پولیو ناروغي د لابراتواري ټیسټ له لوري تایید شي نو د هغه ویروس د لمنځه وړلو لپاره بیا په هغه ځایونو کې چې له خطر سره مخ دي د پولیو کمپاینونه تر سره کیږي، نو د پولیو د ناروغۍ د لمنځه وړلو او کنترولو لپاره لابرتواري ټیسټ ډیر اړین ګنل کیږي."

د کابل اوسیدونکي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د لابراتوار جوړول یو اساسي اړتیا بولي او خوښ دي چې اوس د بهرنیو هېوادونو پر ځای دلته د پولیو شکمنې پېښې تشخیصېږي.

د کابل ښار اوسیدونکی، میلاد پدی هکله داسی وویل: "ګوزن خو یو خطرناکه ویروس دی او پکار وه چې څو کاله مخکې ورته د تشخیص لپاره لابراتوار جوړ شوی وای، خو اوس هم ناوخته نه ده، خوښ یو چې جوړ شو او په دې کار سره به موږ اړتیا نه لرو چې د بهرنیو هېوادونو ازموینې ته انتظار وباسو، نو دلته به په لنډ وخت کې مشکوکې پېښې تشخیص شي."

د يادونې وړ ده، چې د پوليو پر وړاندې د نړيوالو روغتيايي بنسټونو تر څنګ، د عامې روغتيا وزارت او د پوليو بیړني مرکز سږ کال په ګډه کار کوي، او د پېښو د کنټرول او د ژر مخنيوي په موخه د واکسيناسيون کمپاينونه په منظمه توګه په لاره اچول شوي.

دا پداسې حال کې دی چې روغتیا نړیوال سازمان وايي چې له ۱۹۸۸ کال راهېسې په نړۍ کې د پولیو ویروس ۹۹ سلنه ختم شوی دی او یو مهال د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې ۳۵۰زره پېښې وې، خو اوس دا ویروس یوازې په دوو هېوادونو کې محدود دی.

روغتیاپالان د پولیو د مخنیوي‌ یوازینۍ لار تر پنځو کالونو کم عمره ماشومانو ته د دغه ویروس ضد واکسین کول بولي. دا ویروس ماشومان فلج کوي او ځینې وخت یې د مړه کېدو لامل هم کېږي.