کاملا هریس په رسمي ډول په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده شوه

کاملا هریس د شیکاګو په ښار کې د ډیموکرات ګوند نوماندي ومنله

د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هریس د پنجشنبې په شپه اګست ۲۲ (سنبله لومړۍ) د ایلینوای ایالت د شیکاګو په ښار کې د دیموکرات ګوند په کنوانسیون کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپل ګوند نوماندي په رسمي ډول ومنله.

د دیموکرات ګوند ملي کنوانسیون د دوشنبې په ورځ پيل شوی و او د دغه ګوند زرګونو مقاماتو او غړو په کې ګډون کړی و. کنوانسیون د کاملا هریس د رسمي نوماندۍ له منل کېدو او د هغې له وینا وروسته پای ته ورسېده.

کاملا هریس په خپلې وینا کې وویل: «د ټولو خلکو له لوري، د ټول امریکایانو له لوري، د حزب، نژاد، جنسیت... پرته، د هغوی امریکایانو له لوري چې زه ورسره ستره شوې یم، د هغو خلکو له لوري چې سخت کار کوي، خپلو هیلو ته د رسېدو هڅه او د یو بل مراقبت کوي، د ټولو هغو کسانو له لوري چې داستان یې یوازې د ځمکې پر مخ په تر ټولو لوی هیواد کې لیکل کېږي، زه د امریکا د متحدو ایالتونو جمهوري ریاست ته ستاسو نوماندي قبلوم.»

کاملا هریس په خپلې وینا کې د خپلې کورنۍ او فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړې.

ولسمشر جوبایډن تېره میاشت د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له انتخاباتي مبارزو لاس واخیست او اعلان یې وکړ چې په ټاکنو کې به په خپل ځای د خپلې مرستیالې کاملا هریس ننګه کوي.

کاملا هریس ۵۹ کلنه ده. هریس د جمهوري ریاست تر مرستیالۍ مخکې په ۲۰۲۰ کې په سنا کې د کالیفورنیا استازې وه.

د کاملا هریس مور، چې په ۲۰۰۹ کال کې مړه شوه، د سږو د سرطان ناروغۍ متخصصه وه او له هند څخه امریکا ته مهاجره شوې وه. د هغې پلار د جامیکا څخه امریکا ته راغلی و او اقتصاد پوه و.

هریس د ۱۹۶۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د کالیفورنیا د سانفرانسیسکو په ښار کې زېږېدلې ده. هغې په خپل ایالت کې حقوق ولوستل او په ۱۹۹۰ کال کې د المیدا د لوی څارنوال مرستیاله شوه.

کاملا هریس د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د سانفرانسیسکو د یوې حوزې د څارنوالې او له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د ایالتي څارنوالۍ په توګه دندې ترسره کړې.

هغې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د دیموکراتانو په ګوندي ټاکنو کې هم کاندیده وه خو بیا له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس په سر شوه او جوبایډن خپله مرستیاله نومانده وټاکله.

تېره میاشت د جمهوریت غوښتونکو ګوند کنوانسیون د وسکانسن د میلواکي په ښار کې و چې ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند رسمي نوماند شو.

ټاکل شوې چې د روان کال د نومبر په پنځمه نېټه به د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ له یو بل سره سیالي وکړي.