وچکالیو او نباتي ناروغیو د انارو بڼوال د نورو مېوو باغونو جوړولو ته اړ کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د انارو یو شمېر بڼوال وایې چې د مارکېټ د نشتون او نباتي امراضو له کبله یې اوس د انارو پر پخوانیو باغونو، د املوکو نوي باغونه کښېنولي. 

په کندهار کې د انارو یو شمېر بڼوال وایې چې د مارکېټ د نشتون او نباتي امراضو له کبله یې اوس د انارو پر پخوانیو باغونو، د املوکو نوي باغونه کښېنولي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ چې د انارو لوی باغونه لري، وروستیو وچکالیو او تر څنګ یې نباتي ناروغیو اغیزمنه کړې ده.

په دغه ولسوالۍ کې تېر کال کې یو شمېر بڼوال د انارو ونې کښلي او پر ځای یې نوري مېوه لرونکې ونې کښېنولي دي. محمد جعفر چې پر خپله ځمکه یې د املوکو نوی باغ کښېنولی وایې چې ښه پایله یې ورڅخه تر لاسه کړې ده.

هغه وویل:"د انارو باغونه مو وکښل په پيل کې مو د نمونې په ډول د املوکو څو نیالګي کښېنول چې پایله یې ښه وه له مرض څخه خلاص دي او حاصل یې هم په مارکېټ کې پلورل کیږي. انار مارکېټ نلري او د نباتي ناروغیو لپاره یې درمل هم په لوړه بیه دي موږ د انارو د حاصل پر وخت هر کال د مارکېټ له نشتون سره مخ یو چې خپل لګښت هم نه پوره کوي".

انار د کندهار په اقتصاد کې د پام وړ ځای لري او تر څنګ یې په نړیوال مارکېټ‌ هم له ښه شهرت څخه برخمن دی، خو وروستیو وچکالیو او نباتي ناروغیو د انارو بڼوال اړ کړي چې د انارو پر ځای د نورو مېوو باغونه جوړ کړي.

ګڼ شمېر کروندګر، خپل اقتصادي ستونزې د ځینو غیري قانوني او مضر کښت سبب هم ګڼي.

دوی وایې، له هغه ځایه چې د انارو په باغونو کې ښه تجربه لري، که یې حاصلاتو ته دایمي بازار او د نباتي ناروغیو درملنه کې ور سره مرسته وشي، بیا به هیڅوک د انارو باغونو څخه مخ وا نه اړوي.