د افغانستان لوی درستیز د طالبانو ضد جګړې رهبرۍ لپاره کندهار ته تللی

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ناامنیو له زیاتېدو سره هم‌مهاله د افغانستان لوی درستیز دغه ولایت ته تللی او د جګړې قومانده یې په غاړه اخیستې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چهارشنبې په ورځ د نومبر څلورمه (لړم ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د کندهار پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو ته تللی او د دغو ولسوالیو له اوسېدونکو سره غږېدلی دی.

ښاغلي امان زیاته کړه: "جنرال ضیا به د کندهار ولایت د ارغنداب او پنجوايي جګړه رهبري کړي".

طالبانو له څو ورځو راهیسې په دغو ولسوالیو پراخ بریدونه کړي چې د افغان امنیتي چارواکو په وینا لا هم د ښکیلو خواو ترمنځ نښتې دوام لري.

جنرال ضیا په کندهار کې د طالبانو د بریدونو په شا تمبولو له امله د افغان ځواکونو ستاینه کړې او ویلي یې دي: "د دغې خاورې دښمنان له تاسې سره د مقابلې ځواک نه لري او امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې کوي".

د دفاغ وزارت د ویاند مرستیال وویل چې افغان هوايي ځواکونو په دغو دوو ولسوالیو کې د طالبانو مرکزونه په نښه کړي او دغې ډلې ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ښاغلي امان وویل چې تېره ورځ طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په ځینو برخو باندې د برید پلان درلود، خو افغان ځواکونو ورباندې له وړاندې برید وکړ او د دغې ډلې ۲۰ جنګیالي یې ووژل.

هغه دغه راز وویل چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو به پنجوايي ولسوالۍ کې هم پر طالبانو برید کړی چې په کې د دغې ډلې ۱۳ جنګیالي وژل شوي دي.

د فواد امان په وینا دا مهال د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. نوموړي په دغو نښتو کې د ۷۸ طالبانو د وژل کېدو او ۴۲ نورو د ټپي کېدو ادعا وکړه.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.