کرزی: ټرمپ او پوتین باید د افغانستان په اړه ګډ کار وکړي

ولسمشر کرزي د اسپانیا له ای اف ای سره تازه مرکه کړې ده

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي چې امریکا او روسیه باید د مرکزي اسیا د پرمختګ لپاره لاره هواره او همکاري وکړي.

ښاغلي کرزي د اسپانیا د ای اف ای له اژانس سره په مرکې کې وویل د دې لپاره چې په افغانستان کې یوه عملي تګلاره ولري، باید دونالډ ټرمپ معلومه کړي چې په تېرې یوې نییمې لسیزې کې ستونزه چېرته وه.

په همدې حال کې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیر حمدالله محب امریکا غږ اشنا ته وویل دوی هیله مند دي چې د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ به د افغانستان اړیکې نورې هم ښې شي او په خاص ډول اقتصادي او نظامي برخو ته به ډېر پام وشي.

ښاغلي کرزي همدغه راز ویلي چې روسیه په افغانستان کې د روانو چارو په اړه شکونه لري. هغه وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودیت اصلي هدف دا و چې "افراطیت او ترهګري ختمه" کړي، خو په خبره یې لا دغه هدف ته رسېدلي نه دي.

هغه وايي په افغانستان کې د داعش رادبره کېدل بله هغه موضوع ده چې روسیې ته یې شک پیدا کړی دی.

همدا تېره ورځ د هلمند او فراه والیانو پر ایران تور ولګوه چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو ښاغلی کرزی وايي چې د داعش د موجودیت له کبله ایران او روسیې له طالبانو سره اړیکې نیولې دي.

ښاغلي کرزي ویلي دي چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش سره یې اړیکې ښې وې، خو د ولسي خلکو د وژلو، نا امنۍ او موازي بنسټونو د جوړېدو له کبله یې له مخکني ولسمشر بارک اوباما سره اړیکې ښې نه وې.