د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د ډیورنډ په رسمیت نه پیژندل پاکستان سره د دښمنۍ په معنی نه ده


ښاغلي کرزي نن په کابل کې د ډیورنډ کرښې او د افغانستان د اوبو په اړه یو علمي کنفرانس ته وینا کوله.
ښاغلي کرزي نن په کابل کې د ډیورنډ کرښې او د افغانستان د اوبو په اړه یو علمي کنفرانس ته وینا کوله.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د ډیورنډ کرښه د بهرني استعمار له خوا پر افغانانو تپل شوې، چې له امله یې د کرښې دواړو خواوو ولسونو زیات کړاو ګاللی دی.

پخواني ولسمشر چې نن په کابل کې د ډیورنډ د کرښې او د افغانستان د اوبو په اړه یو علمي کنفرانس ته وینا کوله وویل، د افغانستان له خوا د ډیورنډ د کرښې په رسمیت نه پیژندل له پاکستان سره د دښمنۍ په معنی نه ده.

ښاغلي کرزي وویل "د ډیورنډ کرښه افغانانو نه ده منلې او زموږ د پاکستان ورور حکومت دې په دې کې له موږ سره خوا نه بدوي، دا زموږ یو انساني حق دی او مجبور یو چې و یې پالو."

حامد کرزي ټینګار وکړ، پاکستان باید پوه شي چې د ډیورنډ کرښه پر افغانانو تحمیل شوې او د کرښې په اوږدو کې میشت ولسونه په زور او جبر بیل کړی شوي دي.

ښاغلي کرزي دغه راز ګاونډیو هیوادونو ته د افغانستان بهیدونکو سیندونو ته په اشارې وویل، که افغانان د دغو اوبو په مهارولو کې ناغیړي وکړي په راتلونکي کې به له لویو ستونزو سره مخ شي.

پخواني ولسمشر زیاته کړه، هغه ګاونډي هیوادونه چې د افغانستان له اوبو څخه ګټه اخلي باید پوه شي، چې افغانان هم د ژوند کولو حق لري.

د ډیورنډ د کرښې او د افغانستان د اوبو علمي کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې د 'نوي افغانستان' په نوم د یو څیړنیز مرکز له خوا جوړ شوی وو.

د دغه مرکز مشر عبدالله هیواد وویل، دا مرکز یې د افغانستان د سرحدي شخړو د هوارولو لپاره جوړ کړی دی.

ښاغلي هیواد ټینګار وکړ، چې افغانان باید خپله اراضي وپیژني او په دې پوه شي، چې له کوم ځای څخه نیولې تر کوم ځایه پورې د افغانانو خاوره ده.

ښاغلي هیواد د افغانستان اوبو ته په اشارې وویل، د هغو شمیرو له مخې چې بهرنیانو وړاندې کړې دي، افغانستان ۷۶ میلیارد متر مکعب اوبه لري، چې ډیره برخه یې ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي.

د عبدالله هیواد پر وینا، هر کال پاکستان او ایران ته د ۳۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان اوبه بهیږي، خو په بدل کې یې دغه هیوادونه افغانستان ته هیڅ نه ورکوي.

هغه وویل "افغانان خپل حقونه غواړي، که نن ایران تیل لري نو موږ اوبه لرو، که ایران موږ ته خپل تیل نه راکوي او پاکستان خپل ګاز نه راکوي موږ هم ورته اوبه نه ورکوو."

ښاغلي هیواد د افغانستان له حکومت او سیاستوالو څخه وغوښتل، چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان د اوبو او سرحدي ستونزو په اړه په نړیوالو کنفرانسونو کې خپل غږ پورته کړي او دغو ستونزو ته دایمي حل پیدا کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د ډیورنډ د کرښې پر سر لانجه، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او په افغانستان کې د روانو سیاسي او امنیتي ستونزو لوی لامل دی.

د ډیورنډ د فرضي کرښې تړون د ۱۸۹۳م کال د نومبر میاشتې پر ۱۲مه د هغه وخت د واکمن امیرعبدالرحمن خان او د برتانیوي هند ترمنځ لاسلیک شوی دی.

که څه هم د ډیورنډ د تړون پر لاسلیک ۱۲۳ کاله اوښتي، خو افغانستان دا کرښه په رسمیت نه پیژني او د دغه تړون پر بنسټ د افغانستان له خاورې بیلې شوې سیمې خپل حق ګڼي.

XS
SM
MD
LG