په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو غونډه پیل شوه

ټاکل شوې نن سې شنبه د «سلواغې پر۱۶مه» په مسکو کې د افغان دولت د سیاسي مخالفینو او طالب استازو ترمنځ د «بین الافغاني» مذاکراتو غونډه پیل شي.

په دغه غونډه کې د ګډون لپاره پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د نوموړي د واکمنۍ پر مهال یو شمېر پخواني وزیران او والیان او د یو شمېر سیاسي حزبونو استازي مسکو ته رسېدلي دي.

دغه غونډه چې ټاکل شوې نن سې شنبه پیل شي درې پخواني‌ طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف، مولوي وکیل احمد متوکل او عبدالحیکم مجاهد هم ګډون کوي.

وسله والو طالبانو هم تېره ورځ تائیده کړه چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی په یاده غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

دغه غونډې ته افغان حکومت نه دی بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل چې د مسکو غونډه د افغان حکومت لپاره مشروعیت نه لري او که کومه پرېکړه په دغه کنفرانس کې کېږي دوی ته د منلو نه ده.

ښاغلي‌ احمدي وویل چې د مسکو غونډه به په افغانستان کې د سولې پر بهیر هم کومه اغېزه ونه لري.

نوموړي زیاته کړه چې مسکو له وړاندې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی و او افغان حکومت هیله لري چې مسکو دغه پالیسۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم تېره ورځ وویل چې په مسکو غونډه کې دي «د دولت محوریت» ته پام وشي.

په کابل کې د روسیې سفارت څو ورځې مخکې وویل چې یاده غونډه د روسیې حکومت لخوا نه بلکې په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په نوښت رابلل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په قرغزستان کې یوې ناستې ته ویلي چې هېواد یې د بین الافغاني لارې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي هڅې کوي.