کرزی حکومت او طالبانو ته: سوله وکړئ او افغانستان وژغوری

پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانسان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په دغه هیواد کې روانه جګړه د بهرنیانو سیالي ده او په خبره یې حکومت او طالبان باید سیاسي هواري ته ورسیږي.

نوموړي نن سې شنبه جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت او طالبان باید له جګړې لاس واخلي او د سولې د خبرو مېز ته حاضر شي.

هغه زیاته کړه: "خپل دواړو افغان لورو ته وایم چې د دې خاورې څښتنان یاست، خپلو کې کښېنی، سوله وکړئ او خپل هیواد له دغه وضعیت څخه وباسي."

حامد کرزي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د سولې په اړه رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورنکړي بلکې د سولې له لارې د یو ملي حکومت رامنځته کولو لپاره اقدام وکړي.

هغه همدارنګه ډاډ ورکړ چې د سولې په اړه جدي مذاکرات به ډېر ژره بیرته پيل شي.

کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د ولسوالیو په نیولو سره کوم ځای ته نه رسیږي او په خبره یې ښه به داوي چې سوله غوره کړي.

د نوموړي په خبره په تیرو دوو لسیزو کې جوړ شوي تاسیسات د افغانستان د خلکو دي نه د بهرنیانو او پر طالبانو یې ټینګار وکړ: "سړک، پل، پلچک او نور بنسټونه ویجاړ نکړی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او په دوحه کې د سولې مذاکرات درېدلي دي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي له غړو سره د سولې بهیر د پرمختګونو او په دې برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کړي دي.

دواړو لورو د ستونزو پر هواري او د سولې مذاکراتو بهیر پر چټکېدو ټینګار کړی دی.