کرزی: هند دې هم له طالبانو سره خبرې وکړي

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د هندي انټرنیټي خپرونې سره د مرکې پر مهال

کرزی وايي طالبان د افغانستان دي او د هند اړیکې به ورسره د سولې پر بهیر ناوړه اغیز ونکړي.‌

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي هند د افغانستان د دوست په توگه باید د طالبانو سره د سولې په خبرو کې گډون ولري.

حامد کرزي د هند د انټرنیټي خپرونې "د وایر" سره په مرکه کې ویلي چې افغانان د سولې د بهیر لپاره د گاونډیو او نړۍ د هیوادونو د هڅو هرکلی او درناوی کوي.

ښاغلي کرزي وویل چې "د امریکا متحده ایالاتو ته به ناممکنه وي چې د سیمه ییزو سترو ځواکونو لکه روسیه، چین او یا هند او همداشان د افغانستان گاونډیانو" له ونډې پرته په افغانستان کې سوله راولي.

پدې وروستیو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړي او د امریکا د بهرنیو چارو ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړوند د طالبانو په گډون د بیلابیلو اړخونو سره کتلي دي.

ښاغلي کرزي وویل چې طالبان افغانان دي او د هغه په وینا ددې ډلې سره د هند تماس یوه مشروع خبره ده او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ته تاوان نه رسوي.

د روسیې، چین او ایران په ګډون د سیمې یو شمیر هیوادونو له طالبانو سره خپلې اړیکې او تماسونه تایید کړي، خو هند تر دې دمه له دغې ډلې سره تماس ندی تایید کړی.‌