کرزی: د ټرمپ د دریځ ملاتړ کوو، د جگړې اوږدیدل نه غواړو

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره واشنگټن باید پر پاکستاني جنرالانو بندیزونه ولگوي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي امریکا دې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر پاکستان بندیزونه ولگوي.

حامد کرزی د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکې کې وایي چې د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستي دریځ کلک ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې یوازي خبرې اوریدلې دي، باید عمل ولیدل شي.

په همدې مرکې کې کرزي د طالبانو سره د خبرو نه کولو په اړه د ټرمپ وروستی دریځ په افغانستان کې د جگړې د اوږدولو په معنی بولي.

کرزی وایي په افغانستان کې د جگړې د دوام د مخنیوي لپاره باید د پاکستان د پوځ او ای اس ای پر جنرالانو بندیزونه ولگیږي چې په واشنگټن، لندن او دوبی کې کورونه لري.

د افغانستان پر حالاتو د کرزي سره د امریکا غږ اشنا تلویزیون خبریال رحیم گل څاروان مرکه دلته واورئ.